د پاکستان په زياترو برخو کې دتيرو څو ورځو راهسې دبارانونو لړۍ پيل شوې ده او د موسمياتومحکمه وائي اوس مهال په دريائى کابل کې دنوښار او دريائى راوي کې دبلوکي په مقام دښکتنۍ درجې سيلاب دى، چارواکو دوړاندې څڅه سږ کال دهيواد دبرنيو سيمو په شمول دپاکستان دانتظام لاندې کشمير کې دمعمول څخه دلسو فيصدو څخه دزياتو بارانونو اندازه څرگنده کړې ده.
په داسې حال کې چې تير کال دهيواد په تاريخ کې دراغلي بدترين سيلاب له امله داوښتو تباهيو ازاله نۀ ده شوې امدادي ادارې سږکال هم په پراخه پيمانه دزيانونو دانديښنې څرگندونه کوي.
خو دقدرتي افتونو دمخنيوي لپاره دجوړې شوې قومي ادارې اين ډي ايم اى او ددې دوړو څانگو وينا ده چې دتير کال څخه دسبق په اخستو سږ کال ښه منصوبه بندي شوې ده او دبارانونو په وجه دپيداکيدونکي کوم ممکنه بيړني وضعيت په موثره انداز کې دمخې کولو لپاره مربوط گامونه اخستى شي.
داين ډي ايم اى مشر ظفراقبال قادر وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل چې کومو سيمو کې دسيلاب راتلو انديښنه ده هلته دامدادي کيمپونو جوړولو په اړه هم منصوبه بندي شوې ده.
دادارو دتيارولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې دتيرکال په پرتله سږ کال ښۀ انتظامات شوي ځکه چې څارنه زياته کيږي، دتيرکال سيلاب ځپلي مونږ ته ديو ، يو پل خبر راکوي او سياسي مشران هم پخپلو خپلو سيمو کې څارنه کوي چې کار سم کيږي که نه؟
ظفراقبال وويل چې کۀ چرې دسږ کال سيلاب شدت او حجم هم دجولا ئي 2010ء دخونړو سيلابونو برابر وي نو له امه د 60ؤ لکو کسانو داغيزمن کيدو انديښنه ده خو دهغه په وينا ددې امکانات ډير کم دي په ختيزو او لويديزو دريابونو کې په يو وخت دلوړې درجې سيلاب او دهغي په يو مقام يوځايې کيدل غيرمعمولي کار دى.
داين ډي ايم مشر وويل چې سږ کال دممکنه سيلاب له امله شل لکه کسان اغيزمن کيدى شي چې ورته به دامداد ضرورت وي.
دبشري خواخوږۍ په اساس دورکړل کيدونکي امداد لپاره دملگرو ملتونو دڅارنې دادارې په پاکستان کې مشر مينول بيسلر وائي چې نړيواله اداره پاکستان کې دقدرتي افتونو دمخنيوي لپاره په وفاقي او صوبائي کچه دجوړو کو اارو سره په شريکه منصوبه بندۍ کې بوخته ده اودموسمياتو دمحکمې داندازو سره سم په وضعيت پرله پسې نظر ساتلى شي.
دسرکاري شميرې ترمخه تير کال دسختو بارانونو په وجه دراغلي خونړي سيلاب له امله دپاکستان 78 ؤ ضلعو کې ددوؤ کروړو څخه زيات کسان اغيزمن شوي وؤ او په پراخه رقبه ولاړو فصلونو ته هم زيان رسيلى ؤ.
دبجلۍ پيداواري تنصيباتو، سکولونو، سړکونو، پلونو ، کورونو ، ودانيو ، دروغتيا دبنيادي مرکزونو په شمول انتظامي ځاندره سخته اغيزمنه شوې وه.
دنړيوال بينک او پاکستان دحکومت دشميرې ترمخه پاکستان ته تيرکال دراغلي سيلاب په وجه دتقريباً 10ؤ اربو ډالرو زيان رسيدلى ؤ.
پاکستان کې د امکاني سيلاب څخه وړاندې تابيا
An aerial view shows workers wearing protective suits and masks working atop contaminated water storage tanks at the Fukushima Daiichi nuclear power plant in this photo taken by Kyodo, August 20, 2013.