نېب ویلي ايي سي اېل نه د نوازشریف نوم لرې کول د مرکزي حکومت دنده ده

نوازشریف

د پاکستان د احتساب قامي ادارې نېب ویلي دا د حکومت ذمه واري ده چې د چا نوم په ايي سي اېل کې شامل او د چا نوم ترې لري کړي. نېب دغه دریځ په داسې حال کې څرگند کړی دی چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف گوند ویلي نوازشریف ناروغه دی او د ايي سي اېل نه دې د هغه نوم لرې کړی شي چې دا رنگ هغه د علاج په غرض د هیواد نه بهر سفر وکړی شي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه، د وزیراعظم عمران خان د اصلاعاتو مشېرې او حکومتي ترجمانې فردوس عاشق اعوان ویلي وو چې د ايي سي اېل نه د نواز شریف د نوم لرې کولو فیصله به د نیب د مشورې په رڼا کې کولی شي.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف د بډو رشوتونو په الزام سزا شوی او دا وخت په قید کې دی. د هغه نوم په ايي سي اېل یا اېگزیټ کنټرول لسټ کې هم شامل دی. په دې فهرست کې د هغو خلکو نومونه وي چې حکومت پرې د هیواد نه په بهر تگ پابندي لگولې وي.

تېره میاشت نوازشریف د سختې ناروغۍ له امله په لاهور کې د زندان څخه هسپتال ته منتقل کړی شوی و.

تېره هفته د پاکستان مسلم لیگ (ن) مشر او د نوازشریف ورور شهبازشریف حکومت ته خواست کړی و چې نوازشریف ته دې د علاج دپاره هېواد د بهر تگ اجازت ورکړی شي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، د نېب ترجمان عاضم علي نوازش ډان ټېلې وژن ته وویل چې د ايي سي اېل نه د خلکو د نومونو لرې کولو اختیار د وفاقي حکومت سره دی.

د رپورټ ترمخه، نېب وویل په تېرو وختونو کې حکومت د ايي سي اېل نه د خلکو نومونه لرې کړې دي چې پکې د قتل په الزام سزا شوي د اېم کېو اېم کارکونکو صولت مرزا د نوم لرې کېدو مثال هم موجود دی.

د وزیراعظم مشېرې فردوس عاشق اعوان وویل ايي سي اېل کې د خلکو د نومونو شاملولو فیصله حکومت د نېب او د عدالتونو د فیصلو په رڼا کې کوي.