د پاکستان حکومت امریکا کې د ډاکټر سيد غلام نبي فائي په نيولو سخت خفگان ښودلې دی.
د کشېمر نژاد امریکائي وگړی ډاکټر سيد غلام نبي فائي باندې تور لگول شوې چې د امريکې حکومت نه يې دا اطلاعات پټ کړي وؤ چې هغه ته د کشمير دستونزې لپاره د لابينګ په مهال د پاکستان د حکومت لخوا پيسې ورکول کيږي.
د پاکستان حکومت د زیارت په ورځ وئیلي په اسلام ابد کې د امریکا سفارت خانې ته خپل احتجاج وړاندې کړی دی.
پاکستان په امریکا تور پورې کړې دی چې د پاکستان د بدنامولو مهم ته یې لاس پورې کړی دی.
د هند کشمېر بېلتون غوښتونکو هم د ډاکټر سيد غلام نبي فائي د نیولو سخته غندنه کړې ده.
بېلتون غوښتونکي مشر سېد علي گېلاني وئیلي دي چې امریکا د هرڅه د هندوستان په وینا کړیدي.
ښاغلی گېلاني د ډاکټرفائي نیول د هند سفارتي سازش گرځولې دی.
سېد علي گېلاني او نور بېلتون غوښتونکو مشرانو د ډاکټر فائي د نیولو پرسر د جمعې په ورځ د هند د ولقې لاندې کشمېر کې د احتجاج غږ کړی دی.
ايف بي ائي 62 کلن امريکائي وګړى سيد غلام نبي فائي چې د کشمېر امریکن کونسل مشر دې د نهې په ورځ نېولې دې او په هغه تور لګول شوى چې د امريکې حکومت ته يې اطلاع نۀ وه ورکړې چې هغه ته د کشمير د ستونزې هوارې لپاره د پاکستان حکومت او استخباراتي ادارې ایي ایس ایي لخوا څلور ملېن ډالرورکول شوي دي.
د ډاکټر فائي نه علاوه ظهير احمد نومې تن چې دې وخت په پاکستان کې دې هم تورونه لګول شوي دي.
د انصاف محکمې په فائي تور لګولى چې هغه د احمد او د هغه د نيټ ورک څخه دکى اى سي لپاره څلور ملينه ډالر ترلاسه کړي او دکال 2008م څخه دسپارونکو سره يې د4,000ؤ څخه زيات تماسونه نيولي.
پاکستاني حکومت امریکا ته د ډاکټرفائي د نیولو پرسر احتجاج کړی
سېد علي گېلاني او نور بېلتون غوښتونکو مشرانو د ډاکټر فائي د نیولو پرسر د جمعې په ورځ د هند د ولقې لاندې کشمېر کې د احتجاج غږ کړی دی