دپاکستان دسینیټ کمیټې داقلیتونو دساتنې په اړه قانوني مسوده رد کړه

مطبوعاتي رپورټونه ښایي چې پاکستان کې دهندوانو، عیسایانو، سکهـانو، شیعه مسلمانانو او احمديانو په شمول نور اقلیتونه د ګواښ سره مخ دي چې پکې د دوئ په ضد دمذهب دسپکاوې دقانون غلط استعمال، د دوئ و‌ژنه، د غیر مسلمو انجونو جبري مذهب بدلول شامل دي

د لږکیو یا اقلیتونو دتحفظ قانوني مسوده دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند دسینیټر جاوید عباسي له اړخه دسینیټ‌ کمیټې ته وړاندې شوې وه چې پکې سپارښتنه شوې وه باید اقلیتونو ته په آزاد چاپیریال کې خپلو مقدسو ځایونو ته د تګ راتګ موقعې ورکړل شي.

قانوني مسوده کې په هیواد په ځانګړې توګه سندهـ ایالت کې په زور د مذهب دبدلون پېښو ته هم اشاره شوې وه او پکې ویل شوي وؤ چې ریاست ددې اجازه نه ورکوي.

خو دکمېټې دمشر او د جمیعت اسلام (ف) دغړي سینیټر مولانا غفور حیدري په مشرۍ دکمیټې غونډه کې دغه بل رد کړل شو.

دسینیټ کمیټې ویلي چې د وړاندې څخه موجودو قوانینو کې اقلیتونو ته غیر معمولي آزادي ورکړل شوې ده،دوئ ته دمندر او مذهبي تعلیمې ادارو جوړولو اجازه شته او داسې یو بل قانون ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د جماعت اسلامې مشر سراج الحق دا قانوني مسوده د غیر دولتي سازمانونو ایجنډا ګرځولې ده خو د کمیټې ښځېنه غړې او د هندو مذهب سره تړاؤ لرونکې کرشنا کماري وایی چې غوښتل یې سینیټ دغه قانوني مسوده د اقلیتونو د تحفظ په خاطر منظوره کړي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې کرشنا کماري ویلي ځېنې عناصر دهشت خوروي، مذهب په ناسم ډول کاروي او اقلیتونه په نخښه کوي چې د مخنیوي دپاره یې دا قانوني مسوده راوړل شوې وه.

هغې وویل "دمسودې مقصد دا ؤ چې که یو څوک چرې داسي څه وکړي نو باید سزا ورکړل شي خو د بده مرغه کمیټې دا قانوني مسوده رد کړه"

کرشنا کماري کولهي دقانوني مسودې په رد کیدو داحتجاج په توګه د کمیټې دغونډې څخه پرېکون هم کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې دا قانوني مسوده رد کول ښایي چې دوئ د اقلیتونو حفاظت کول نه غواړي.

څېړونکي وایي دپاکستان آئین که څه هم ټولو اقلیتونو ته مذهبي ازادۍ ورکړي دي خو په هیواد کې مذهبي توپیر یوه سنجیده مسله پاتې شوې ده.

مطبوعاتي رپورټونه ښایي چې پاکستان کې دهندوانو، عیسایانو، سکهـانو، شیعه مسلمانانو او احمديانو په شمول نور اقلیتونه د ګواښ سره مخ دي چې پکې د دوئ په ضد دمذهب دسپکاوې دقانون غلط استعمال، د دوئ و‌ژنه، د غیر مسلمو انجونو جبري مذهب بدلول شامل دي.

تیر کال هم داقلیتونو د حقونو په اړه دکوټلو ګامونو په نه پورته کولو دامریکا لخوا د پاکستان نوم د دمذهب دنړیوالې ازادۍ دقانون لاندې د اندیښمنو هیوادونو په نوملړ کې اچول شوی ؤ.