پاکستان:حکومت اؤ طالبانو دعلماؤ لخوا د ډزبندۍ دغږ هرکلى کړى

دپاکستان حکومت اؤ دطالبانو تحريک دديني عالمانو ددغه غږ ستائينه کړې ده ، خو نۀ يې ده په ډاګه کړې چې دوي کله اؤ په کومو شرائطو دامن مذاکراتو ته کښيني.

پيښور_ په پاکستان کې دترهه ګرۍ دوروستو پيښو له امله دحکومت اؤ وسله والو ياغيانو ترمينځ دجوړجاړي کيدونکو هڅو ته دراولاړو شوؤ خطرو له امله دپاکستان علماء کرامو اؤ دديني مدرسو استاذانو ميدان ته رادانګلي اؤ په حکومت اؤ طالبانو يې غږ کړى دى چې د مذاکراتو تر کيدو دې دواړه خواوې په مکمل ډول اوربند وکړي.
دپاکستان حکومت اؤ دطالبانو تحريک دديني عالمانو ددغه غږ ستائينه کړې ده ، خو نۀ يې ده په ډاګه کړې چې دوي کله اؤ په کومو شرائطو دامن مذاکراتو ته کښيني.
دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد دشورو په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې خبريالانو ته وئيلي دي دديني علماؤ لخوا دطالبانو خبرو اترو ته دکښينولو هڅې دستائينې وړ دي .
هغه وويل حکومت دوړاندې څخه طالبانو ته وړانديز کړى چې بايد دستونزې هوارى دخبرو دلارې ولټول شي.
ښاغلي رشيد وويل طالبان دهمدغو علماؤ شاګردان دي اؤ هغوي بايد دخپلو استاذانو خبره واوري اؤ په سنجيدګۍ سره پرې عمل وکړي.
داطلاعاتو وزير زياته کړې ده، ځينې قوتونه پاکستان ددهشت ګردۍ په عذاب کې مبتلا ساتل غواړي ، خو پاکستان په سيمه کې دامن دپاره دجګړو پځايې دمرستې تګلاره په لاس کې لري.
کله چې د مرکزي وزير څخه وپوښتل شول چې دطالبانو شورو حکومت ته څه شرائط وړاندې کړي دي ، نو هغه ددغه پوښتنې دجواب ورکولو څخه ډډه وکړه اؤ وې وئيل دمذاکراتو دتګلارې په لړ کې دکورنو چارو وزير معلومات ورکولى شي.
همدغه راز دپاکستاني طالبانو تحريک هم دديني علماؤ لخوا دډز بندۍ دوړانديز هرکلى کړى ، خو وائي داوربند په لوري به ړومبى ګام حکومت ته اخستل وي.
دطالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد دنامعلوم ځايې څخه دټيليفون په ليکه ميډيا ته وئيلي دي چې که چرې حکومت د اوربند په لور ړومبى ګام کښيږدي، نو طالبان هم ډزبندۍ ته تيار دي.
هغه دا هم وئيلي دي چې دطالبانو شورا په ګډ ډول پريکړه کړې ده چې دټول ګونديز کانفرنس دفيصلو په اساس حکومت سره دمذاکراتو عمل په مخکې وړل پکار دى.
دپاکستان تحريک انصاف دمشر عمران خان له لوري په پاکستان کې طالبانو ته ددفتر پرانستو دتجويز ورکول کيدو په اړوند دطالبانو وياند دعمران خان مننه وکړه اؤ وې وئيل هغوي دفتر پرانستو ته هيڅ اړتيا نۀ لري.
بايد وويل شي تيره مياشت په اسلام اباد کې دترسره شوي ټول ګونديز کانفرنس لخوا طالبانو سره دمذاکراتو له لارې دسولې کولو دوړانديز څخه وروستو چې کله په پيښور کې دترهه ګرۍ پرله پسې خونړۍ پيښې رامينځته شوې ، نو دمذاکراتو عمل ته سخته ضربه رسيدلې وه.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف په نيويارک کې دامريکې دبهرنو چارو وزير جان کيري سره ليدنه کې وئيلي وؤ، که چرې طالبانو سره خبرې سر نۀ نيسي ، نو بيا حکومت دهغوي په ضد په سختو ګامونو اخستو هم غور کولى شي.
دامن دخراب وضعيت اؤ مذاکراتو ته درسيدونکي زيان په نظر کې نيولو سره تيره ورځ دپاکستان وفاق المدارس دسيوري لاندې دديني عالمانو په يوه ستره غونډه کې دحکومت اؤ طالبانو څخه دډزبندۍ غوښتنه شوې وه.
دوفاق المدارس وياند عبدالقدوس ميډيا ته وئيلي وؤ چې ديني عالمان تيار دي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دعمل کاميابولو په لړ کې مينځګړتوب ته راوړاندې شي.
خو هغه دا هم وئيلي وؤ چې دوفاق المدارس په غونډه کې په دې خبره هم سوچ شوى چې دپاکستان اسټيبلشمنټ مدام په نازکو موقعو دديني عالمانو اوږې وکاروي اؤ وروستو هم هاغه څه وکړي چې يې دوړاندې څخه ټاکلي وي.
هغه په دغه لړ کې دسوات اؤ لال جومات دلانجو په مهال دوفاق المدارس لخوا دامن دپاره دشوؤ هڅو حواله ورکړه اؤ وې وئيل په هاغه وخت کې هم دوفاق المدارس دامن هڅو ته زيان رسول شوى ؤ.
عبدالقدوس زياته کړې وه چې دا ځل ديني عالمان دامن دپاره هر قسمه رول ادا کوي دهغې څخه دمخه به دټولو خواؤ څخه خپل ځان مطمئين کوي.
نوموړي په ډاګه کړې وه چې دهغوي تنظيم دطالبانو سره هيڅ رقم اړيکې نۀ لري ، خو که دامن دپاره دکردار ادا کولو موقع په لاس ورغله نو دطالبانو، حکومت اؤ پوځ سره به اړ يکې ټينګوي.