د هېلي کاپټر په ارزان سفر لومړی حق گنې د تعليم د افسرانو نه دی؟

د نوي حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري وايي د وزيراعظم عمران خان د هېلي کاپټر د کلوميټر په سر۵۰ روپۍ خرچه کوي

د خېبر پښتونخوا په مومندو کې د تعليم د څانګې مشر افسر فريدالله خان وايي په ټوله ضلع کې د٦٠٠ سکولونو جاج اخستلو لپاره يو سرکاري ګاډی هم نه لري.

د وي او ای ډيوه سره په يوه مرکه کې نوموړي ووېل د پاکستان پوځ ورته يو زوړ ګاډی ورکړی چې دې او د دفتر نور افسران ورته د سفر لپاره د خپل وار انتظار کوي.
د تعليم د څانګې مشر افسر فريد الله خان ووېل د پاکستان په نورو ضلعو کې د تعليمي هلو ځلو جاج اخستلو لپاره د تعليم د يو افسر سره څو مرستيالان او نوره عمله، دفتر او ګاډي وي خو له بده مرغه په مومندو کې د يو اسټنټ اېجوکېشن آفسر سره ۲۱۵ د جينکو سکولونه دي، نه سرکاري ګاډی لري او نه ډراېور.
فريدالله خان وايي: "په سيمه کې بدامني هم ده او لارې هم کنډې کپرې دي نو ډېره ګرانه ده چې دغه يو افسر د خپلو ټولو سکولونو دورې اوکړي او هلته د استاذانو حاضري او د طالبعلمانو لپاره اسانتياوې يقيني کړي".

د مومندو د تعليم ضلعي افسر فريدالله خان ويلي په تېر بجټ کې په مومندوکې د تعليم د دفتر لپاره ۱۹ کروړه روپۍ يواځې د ګاډو اخستلو لپاره کېښودل شوې وې خو د متعلقه افسرانو د بې غورۍ د لاسه بېرته د حکومت خزانې ته لاړی او دوي د بل کال لپاره بې ګاډي پاتې شول.

د مومندو د تعليم د مشر افسر نه چې مې د هغوي د ګاډو نه لرلو ستونزه واؤرېدله نو په پاکستان کې د نوي حکومت د اطلاعاتو د وزير فواد چوهدري خبره راياده شوه چې د وزيراعظم عمران خان د هېلي کاپټر د کارولو په ملاتړ کې يې وویل چې هېلي کاپټر د کلوميټر په سر۵۰ روپۍ خرچه کوي.

د فواد چوهدرې نه د پاکستان د یو ټېلې وژن په پروگرام کې د عمران د هېلې کاپټر د استعمال په اړه پوښتنه ځکه وشوه چې ویل کیږي عمران خان د وزیراعظم د سرکاري ماڼۍ نه په لږه فاصله کې په بني گاله کلي کې خپل شخصي کور ته به هېلې کاپټر کې پرواز کوي.

نو ما وېل که رېښتيا هم د هېلې کاپټر سفر دومره ارزان وي نو د مومندو او د نورو جنګ ځپلو پخوانيو قبايلي سيمو کې دې يو يو هېلي کاپټر د تعليم څانګې افسرانو ته هم ورکړی شي چې د فريدالله خان په څېر افسران پکې ډېرپه اسانه او ارزانه د غريزو سيمو د سکولونو جاج اخلي.

وخت به يي کم لګي، د ورانو لارو غم او د بدامنۍ يره به ورسره نه وي، او ترټولو مهمه دا چې د کرکټ د پخواني کپتان او دپاکستان وزيرعظم عمران خان د تعليم د ودې ژمنه به ورسره هم پوره شي. او لکه د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري د وینا ترمخه د هېلې کاپټر استعمال په پېسو هم ډیر گران نه دی نو په سرکاري خزانه به ډیر پېټې هم نه وي.