د پاکستان د انساني حقونو وزیره وايي د هغو سیاستوالو غندنه کوي چې د مېرمنو د لاریون مخالف دي

تېر کال د لاریون په موقع د مېرمنو په شعارونو ځینو خلکو سخت تنقیدونه کړي وو

د پاکستان د انساني حقونو وزیرې شیرن مزاري ویلي د هغو سیاستوالو غندنه کوي چې غواړي د مېرمنو د نړیوالې ورځ په مناسبت د مېرمنو لاریون مخه دې ونیول شي.

د مېرمنو نړیواله ورځ د مارچ په اتمه نېټه نمانځل کېږي او د نړۍ د نورو برخو په رنگ په پاکستان کې هم د دې ورځ په مناسب خصوصې دستورې کولی شي.

په پاکستان کې په اتم مارچ مېرمنې د خپلو حقونو دپاره د هېواد په مختلفو ښارونو کې لاریونونه هم کوي خو ځینې عناصر د دغه لاریونونو مخالفت کوي. تېر کال د لاریون په موقع د مېرمنو په شعارونو ځینو خلکو سخت تنقیدونه کړي وو.

د انساني حقونو وزیرې شیرین مزاري د گل، دوشنبې، په ورځ په خپل ټوېټر پېغام کې د لاریون د مخالفت کوونکو غندنه وکړه. "د ټولنې د نورو برخو په رنگ مېرمنې هم حق لري چې پرامنه احتجاج وکړي او هغه حقونه وغواړي چې زمونږ په آئین کې شامل کړی شوی دي."

مېرمن شیرین مزاري وویل حکومت ژمنه لري چې د مېرمنو خلاف تعصب او د مېرمنو ویرول ختم کړي او حکومت مېرمنو ته د خپلواکۍ ورکولو دپاره قوانین او تگلارې پرځای کړی دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي د پاکستان سیاسي گوندونه د مېرمنو د لاریون په موضوع د یو بل سره اختلافات لري، پاکستان پیپلزپارټي د "عورت مارچ" دپاره د تحفظ غوښتنه کوي نو د مولانا فضل الرحمان جمیعت علما اسلام (ف) ډلې په پلویانو غږ کړی دی چې دغه لاریون دې ودروي.

ډان وايي په یوه ورستۍ جلسه کې فضل الرحمان ووېل که چېرې داسې عناصر وینئ نو امنیتي ادارې پرې خبر کړئ او که چېرې ادارې ورته تحفظ ورکوي نو "په زور د دوی ودرولو دپاره به د ستاسو د قربانۍ ضرورت وي."

په لاهور کې یو وکیل لاهور هايي کورټ ته سږ کال کېدونکي د "عورت مارچ" په اړه یو خواست وړاندې کړی دی. په عامه توگه گڼل کېږي چې عدالت ته دغه خواست د مارچ یا لاریون د ودرولو دپاره ورکړی شوی دی خو وکیل اظهر صدیق ویلي خواست د لاریون د ودرولو دپاره نه دی کړی بلکې د خواست هدف دا دی چې دغه لاریون په باقاعده ډول وشي او د سوشل میډیا استعمال پکې په مناسب ډول وي.

د خواست په مخالفت کې دلیل ورکوونکي وکېلې حنا جیلاني وویل "عورت مارچ" د مېرمنو د حقونو دپاره کولی شي او پرامنه وي.

د وي او ای د اردو څانگې د رپورټ ترمخه، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خواست د اورېدنې په مهال د عدالت مشر جج مامون الرشید وویل هېڅ څوک به هم د مېرمنو لاریون نه ودروي او هر څوک د رای د ازادۍ حق لري.