کال ٢٠١٢ کې د پاکستان د انساني حقوقو سنگین صورتحال

د انساني حقوقو کمیشن خپل رپورټ کې وویل تیر کال فریقه ایز او د ترهگرۍ په پیښو کې ٦۴٠٠ کسان وژل شوې او یا زخميان شوې دي. ددې په مقابله کې قبائیلي سیمو کې د ٢۴٠ نه واخلې تر د ۴٠٠ پورې شوؤ ډرون حملو کې ۴٨ کسان وژل شوې دي

پاکستان کې د انساني حقوقو یوې ادارې ویلي تیر کال هیواد کې د ترهگرۍ او فریقه ایز او سیاسي اړي گړي د لاسه د ٨٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوې دي چې لویه وجه د حکومتي ادارو ناکامي ده.
خپل کلیز رپورټ کې د پاکستان غیر حکومتي ادارې هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان هیواد کې د انساني حقوقو په لحاظ د کال ٢٠١٢ د اندیښنې وړ تصویر وړاندې کړې دی چې پکې د ترهگرۍ بریدونو، د زیات شوؤ هدفي وژنو، فریقه یزو حملو، د خلکو بې درکه کیدلو، زندانونو کې د بندوست نه د زیاتو خلکو بندیوان کولو او ماشومانو نه د مشقت اخستلو غوندې سنجیده مسائلو ذکر شوی دی.
اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د خبري غونډې په موقع د هیومن رائټس کمیش اف پاکستان سالانه رپورټ شائع کولو په موقع د کمیشن جنرل سیکیریټري آئي ای رحمان وویل هیواد کې د انساني حقوقو کړکیچن صورتحال په وجه د پاکستان د اولس په حکومتي ادارو اتبار کم شوی دی.
آئي ای رحمان وویل د کال ٢٠١٢ یو خصوصیت په جمهوري ادارو فشار زیاتیدل وو چې په نتیجه کې يي جمهوري ادارې د زوال ښکار شوې.
د کمیشن غړي او مشهورې وکیلې عاصمه جهانگیر په دې موقع وویل د کالا ٢٠١٢ تر ټولو خونړۍ او سنگینه مسله هیواد کې د مذهبي عدم برداشت زیاتیدل وو چې د ډرون بریدونو نه هم زیاته سنگینه مسله وه چې په عامه توگه يي ډیره غندنه کولی شي.
عاصمه جهانگیر وویل فرقه ایز تشدد کې ٥٨٣ کسان وژل شوې دي چې ډرون او د ترهگرۍ په پپښو کې د وژل شوو کسانو نه زیاته شمیره ده خو غندنه په عامه توگه د ډرون بریدونو ډیره کیږي.
د انساني حقوقو کمیشن خپل رپورټ کې وویل تیر کال فریقه ایز او د ترهگرۍ په پیښو کې ٦۴٠٠ کسان وژل شوې او یا زخميان شوې دي. ددې په مقابله کې قبائیلي سیمو کې د ٢۴٠ نه واخلې تر د ۴٠٠ پورې شوؤ ډرون حملو کې ۴٨ کسان وژل شوې دي.
عاصمه جهانگیر وویل پاکستان د مذهب سره تړلې ترهگرۍ مخه نیولو کې ناکامه شوی دی.
هغې وویل د پاکستان په ټولنه کې چې دا وخت کوم مذهبي رجحانات موجود دي دې د هیواد د اقتصادی، سماجي او ثقافتي پرمختگ لار نیولې ده او د ټولنې هر وگړی ددې ذمه وار دی.
تجزیه کار امتیاز گل چې اسلام اباد کې د تحقیق ادارې سنیټر فار ریسرچ اینډ سکیورټي سټډیز مشر دی وايي لکه د پولیس او دعدالتونو غوندې حکومتي ادارو د ناکامۍ په نتیجه کې د انساني حقوقو خلاف ورزۍ زیاتې شوې دي.
امیتاز گل وویل کله چې حکومتونه او حکومتي ادارې ناکامه شي نو نسل پرست گوندونه او د مجرمانو ډلې یا گینگز حالات خپلو لاسو کې واخلې او خپل واک اختیار چلوې اوددې بنیادي وجه دا وي چې ریاست د اولس شکایات او سیاسي مسلې حل کولو کې ناکامه شی او خلک د سماجي محرومو ښکار وي.
د ایچ ار سې پي رپورټ کې دا هم ویل شوې چې پاکستان کې لس میلینه ماشومان چې عمرونه يي د پنځه ؤ نه د تر نهه ؤ کالو پورې دي مشقت کې ښکیل دي او هیواد کې د پنځه ؤ نه تر د نهه کالو پورې ډیر ماشومانو سکول ته نه ځي چې د نړۍ دویمه شمیره ده.
خو عاصمه جهانگیر وویل که څه هم پاکستان کې د انساني حقوقو وضعه ښه نه ده خو ددې پرته هم هیواد په تیرو څو کلونو تر څه حده پرمختگ ترلاسه کړی دی.