د انساني حقونو فعال او قانون پوه کامران عارف د کرونا وایرس نه مړ شو

د اېچ ار سي پي په وېب پاڼه په دې تصویر کې کامران عارف د ادارې په یوه غوڼده کې ناست لېدل کېږي

د پاکستان د بشري حقونو غېر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان مرستیال مشر او د خېبرپښتونخوا يو فعاله قانون پوه کامران عارف د جمعې په ورځ د کرونا وایرس دلاسه د اسلام اباد په پمز روغتون کې ساه ورکړه.

د کامران عارف په مرګ اېچ ار سي پي په ټوېټر خپل پېغام کې وویل: “ مونږه د کامران عارف په بې وخته مرګ دردېدلي یو او د هغه د کورنۍ او ملګرو (سره) په دې لوی غم کې شریک یوو.”

د اېچ ار سي پي تر څنګ د بشري حقونو مبارزینو، د مدني ټولنې فعالانو، قانون پوهانو، سیاست والو او دژوند د بیلا بیلو نورو شعبو سره تعلق لرونکو خلکو د کامران عارف په مرګ خفګان څرګند کړو او هغه ته يې په خپلو پېرونو کې وویل چې یو مهربان او انسان دوست تن و چې د کمزورو خلکو به یې قانوني مرسته کولو او د بشري حقونو لپاره یې د مزاحمت توان لرلو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال ډاکټر سید عالم محسود په فېس بک خپل پېغام کې د کامران عارف مرګ د "د غم نه ډک خبر" وبللو او هغه یې د "ژوند نه ډک انسان" په توګه یاد کړو.

د پښتون ژغورنې ملاتړی او د شمالي وزیرستان نه د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د کامران عارف په مرګ خفګان څرګند کړو او هغه یې د انساني حقونو حقیقي فعال او د یو عاجز طبیته انسان په څېر یاد کړو.

کامران عارف زیات وخت په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو لپاره کار کړی و او د لادرکه خلکو په مسله به یې د پاکستان په حکومت نیوکې کولې.

د پېښور هايي کورټ د وکیلانو د تنظیم مشر خالد انور اېډوکېټ وي او ای ډیوه ته وویل چې هغه کامران عارف همېش په عدالتونو کې د لادرکه خلکو د خپلو خپلوانو او د ټولنې د کمزورو خلکو سره په قانوني مرستو ته چمتو لیدلی و.

په پاکستان کې په انټرنېټ د خلکو د بنیادي حقونو د تحفظ لپاره د ډېجټل رائټس نومې تنظیم یوې فعالې نګهت داد په ټوېټر لیکلي “ د کرونا له وجې د کامران عارف مرګ نه منونکې او لړزونکی دی، هغه یو کلک فعالا، تکړه قانون پوه او مشر او خواخوږی ملګری وو."

په امریکا کې مېشته په سماجي وېب پاڼه ټوېټر د پاکستان په سیاسي او سیمه ایزو شخړولیکونکي ډاکټر تقي لیکلي دي

د کامران عارف مرګ "د انساني حقونو د مبارزینو د ټولنې لپاره یو لوی زیان دی.”

خالد انور اېډوکېټ وویل کامران عارف د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې د ځلوزو (جلوزو) کلي اوسېدونکی و. په قام خټک و او د اتیایم د لسیزې په اخېره کې یې په پېښور هايي کورټ کې وکالت پېل کړی وو.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن اېچ ار سي پي د وېب پاڼې له مخې کامران عارف د پېښور تاریخي اېډورډ کالج نه د څوارلسم تعلیم ډګري ترلاسه کړې وه، د پېښور پوهنتون نه یې د قانون په تعلیم کې د اېل اېل بي او د لندن نه یې بیا هم د قانون اعلا ډګري، اېل اېل اېم کړی و.

کامران عارف به وخت په وخت د وي او ای ډیوه په پروګرامونو کې هم د مېلمه په حېث شریکېدلو د پښتنو سره تړلو موضوعاتو به یې خیالات او پوهه شریکوله.