د امريکا د کانگرس غړي وايي د پاکستان د اي ایم ایف نه د پورونو اخستلو مخه به نیسي

په ظاهره د اقتصاد په بې قابو شوي طوفان کې ښکلیل د عمران خان حکومت د خپل اولس سره د کړو لوظونو برخلاف د نړیوالې مالیاتې ادارې اي ایم ایف نه په سختو شرطونو پورونو اخستلو ته ملا تړي خو د امريکا په کانگرس کې د واکمن ري پبلیکن او مخالفه گوند ډیموکریټ درې غړي ددې سخت مخالفت کوي. دا غړي ویره لري چې پاکستان به د اي ایم ایف دا پېسې د چین د پورونو خلاصولو لپاره وکاروي.

د دواړو گوندونو ډیموکریټس او ري پبلکن اوچت اثر لرونکو کانگریس دریو غړو ټیډ یوهو، امي بیرا او جورج هولډینگ د هیواد خارجه وزير مایک پمپیو او خزانې وزير سټیون موچن ته په یو خط کې ددې مرستې په ممکنه استعمال د ډیرې ژورې فکر مندۍ څرگندونې کړي دي.

دويي وايي د چين پاکستان اقتصادي لارې (سي پېک) په منصوبه کې د چين نه د اخستل شوو بې حده ډېرو پورونو بوج به پاکستان د اي ایم ایف په پېسو کمه وي.

د امرېکې پارلیماني غړیو دا خط د اي ایم ایف او پاکستان تر منځه د کیدونکې لوظنامې نه وړاند ې ليکلی دی، تمه ده چې دا معاهده په راتلونکې اونۍ کې وشي. د کانگریس یو غړی وايي چې خط یې د اپریل په پینځمه نیټه ليکلی دی. په خط کې ليکل شوي دي:

"د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د اي ایم ایف نه مالي کمک واخلي او په پاکستان کې د چين د لویې منصوبې پورونه پرې خلاص کړي، مونږ په دې ډېر زیات فکر منده یو"

د کانگرس غړي وايي په پاکستان د چين دا پورونو خوړونکي دي، مطلب یې داسې دی لکه یو وږی پړانگ چې په ځنگل کې چیلۍ پیدا کړي. دويي وايي چې د سي پیک په دې منصوبه کې چين 62 بیلینه امريکايي ډالره لگوي، خط وايي:

"ددې منصوبې د پورونو د خلاصولو شرايط واضحه نه دي او په پاکستان کې پرې هم فکر مندۍ پیدا شوي دي"

خط کې دا هم ویل شوي:

"د چين د پورونو سفارتي منصوبه داسې په چالاکۍ جوړه ده چې پکې ښکېلېدل ډېر اسان دي، لکه سري لنکا چې د همبنټوټا بندر پورونه وس چين ته د ورکولو جوگه نه دی پاتې"

د چين په فشار وس سري لنکا ددغه پورټ 1500 هیکټره زمکه چين ته د 99 کالو لپاره گاڼه ورکړه.

په پاکستان کې دننه او بهر د نیوکو برسیره د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر خوشبینه دی چې د اي ایم ایف نه د مالي کمک اخستلو منصوبه به نزدې لاس لیک شي.

هغه امرېکې ته د روانیدلو نه وړاندې وویل چې په دې منصوبه کې ورسره ټوله کابینه ولاړه ده. د اسد عمر تر مخه ټاکل شوې ده چې په سر کې به تازه خساره کمول کیږي او که مثبته نتيجې ښکاره شوې نو بیا به بل قدم اخلي .

خو ځيني څیړونکي فکر کوي چې اي ایم ایف په ډیرو سختو شرطونو پاکستان د اقتصادي جنجاله په وښکلو کې کمک ته تیار شوی دی.

مخالفه گوندونه او په مطبوعاتو کې راغلي رپورټونه وايي اي ایم ایف له پاکستانه غواړي چې د پاکستاني روپۍ ارزښت وس هم د ډالر په مقابل کې لوړ دی دا دې نور راکم کړی شي.

اي ایم ایف له پاکستانه غواړي چې د یوټیلیټي یعني، بجلۍ، گیس، اوبو او نورو توکو نرخونه سوا کړي.

د پاکستان ټوله ابادي د 207 میلینه څخه ډېره ده. د پاکستان د ټیکسونو محکمې ایف بي ار ويلي دي څښکال یواځې 1.8 میلینه خلقو ټیکسونه ورکړي، آي ایم ایف د ټیکسونو د لړۍ د غځولو غوښتنه کوي.

په پاکستان کې کرونده گرو او کارخانه دارو ته حکومت سبسیډي ( مالي مرسته یارعایت) ورکوَي د رپورټونو تر مخه اي ایم ایف دغه رعایتونه ختمول غواړي.

په پاکستان کې ځيني څېړونکي وايي چې د اي ایم ایف په غوښتنو عمل شورو شوی دی. د مثال په توگه تیره اونۍ د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت کم کړی شو.

که څه هم د پاکستان مشران د اقتصادي ښیکل نه وتلو ته خوشبینه دي خو نړیوال بینک ددغه خوشبنیو سره هم خیاله نه ښکاري.

نړيوال بېنک ويلي دي په راتلونکو دوه کلونو کې به د پاکستان د پرمختيا کچه نوره ټيټه شي.

نړيوال بېنک دغه پیشگويي د سویلي اسيايي هېوادونو په حقله په یو رپورټ کې کړې ده.

د نړيوال بېنک د رپورټ ترمخه په کال 2018 کې د پاکستان اقتصادي پرمختيا د تېرو 11 کلونو تر لوړې کچې پينځه اعشاريه اته فيصدو ته رسېدلې خو په 2019 او 2020 کې به دا مخ په ښکته وي.

نړيوال بېنک ويلي دي په اقتصادي شرح کې د کمي علت په ملک کې د سختو اقتصادي ستونزو په موخه د حکومت سختې معاشي پاليسيانې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په واک کې د راتلو وړاندې دعوا کوله چې اي ایم ایف ته به د پورونو لپاره منتونه، نه کوي، خو څیړونکي وايي پاکستان اوس په یو داسې بې قابو شوې اقتصادي غولۍ کې ښکیل دی چې چاته هم لاس نيوی شي.