دپاکستان مرکزي کابينې دامريکائي صدر باراک اوباما لخوا دملگروملتونو په امنيتي شورا کې دخپل روايتي رقيب هيوادهند دمستقل غړيتوب دملاتړ په پريکړه نيوکې کړي دي اووئيلي يې دي چې دغه عمل به نۀ يواځې دا چې سختې نتيجې ولري بلکې ورسره په جنوبي ايشياء کې دامنيت او ثبات ستونزې هم راولاړې شي.
دشورو په ورځ دپاکستان دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني مشرۍ ترسره شوې دکابينې غونډه کې دامريکائي صدر براک اوباما لخواپه امنيتي شورا کې دهند لپاره دمستقل چوکۍ ترلاسه کولو په هڅودناخوښۍ څرگندونه وشوه.
له دې وړاندې دپاکستان دبهرنيوچارو ددفتر لخوا جاري يو بيان کې وئيل شوي وؤ دملگرو ملتونو په سلامتي کونسل کې هند ته ددائمي غړيتوب ورکولو له امله به په سيمه کې دطاقت توله گډه وډه شي.
دپاکستان خارجه دفتر نيوکه کړې وه چې هند دخپل واک لاندې کشمير کې دملگرو ملتونو دقراردادونو په ضد دزورزياتي لاره نيولې ده او هرکله چې هند دملگرو ملتونو رايې ته درناوى نۀ لري نو په دغه نړيوال سازمان کې هند ته دمستقل غړيتوب ورکولو عمل به سختې نتيجې ولري.
بيان وائي دملگرو ملتونو په امنيتي شورا کې دهند دمستقبل غړيتوب سره به په ځانگړې توگه په جنوبي ايشياء کې دامنيت اؤ ثبات ستونزې رامينځته شي.
کابينه وائي داخبره دپوهيدو څخه بهر ده چې امريکا په امنيتي شورا کې دهند دمستقل نشست څخه ملاتړ کوي ځکه چې هند په کشميرکې دبشري حقونو څڅه په سرغړونه کې ککړ دى.
دامريکا صدر باراک اوباما دهند لپاره دملگرو ملتونو په امنيتي شورا کې دمستقلې څوکۍ څخه ملاتړ اوس اوس هند ته دسفر په مهال کړى ؤ.