د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې پنځه تنه وژل شوي

د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د چهار شنبې په ورځ د کشمیر پر کرښه نښتو کې په شپږمه ورځ پنځه تنه وژل شوي. په تیرو شپږو ورځو نښتو کې د مړو شمېره شپاړسو تنو ته رسېدلې ده.

د هند یو چارواکي مطبو عاتو ته ویلي چې د پاکستان له پنجاب ایالت سره د هندي کشمیر د جمو د سیمې د دوه سوه کلومټره غځېدلې کرښې په اوږدو کې د لسګونو کلیو لږ تر لږه اتیا زره وګړو له تېرې جمعې ورځې راهسې کورونه پرېښي او کډه شوي دي.

د هیمانت کمار شرما نومې یوه ځایي حکومتي مامور اې ایف پي ته ویلي "ځینې کورنۍ د خپلو خپلوانو کورونو ته ورغلي او ځینو نورو ته یې مونږ د سرپناه، خوراک او څښاک تیاري نیسو."

هندي چارواکو د سرحد په پنځه کلومټره ساحه کې ټول ښوونځي رخصت کړي او حکومتي ځواکونو د متاثره اوسېدونکو د سیمې څخه بهر انتقالولو لپاره، چې کورونه او څاروي یې پرېښي دي، له زغروالو یا زریع موټرو څخهه کار اخیستی دی.

پاکستاني او هندي چارواکو روانه اونۍ پرله پسې په دې اړوند له یو بل سره خبرې اترې کړي، خو بیا هم تر دې دمه د کال د تر ټولو خونړۍ شخړې په آرامولو کې پاتې راغلي دي.

دواړه پارېدلي لوري یو پر بل تور لګوي چې د جګړې په پيلولو یې د دوه زره دیارلسم کال له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

که څه هم دواړه لوري د کشمیر پر سر په شخړه دي خو هغه سرحدي کرښه چې وروستۍ ناندرې پرې پېښې شوي، متنازعه نه ده.

د هیمالایا سیمه د هند او پاکستان ترمنځ په ۱۹۴۷ کې د برېتانیایي استعمار تر پای ته رسېدلو وروسته وېشل شوې وه، خو تر دې دمه د ۹۳۰ کلومټره سرحد په اوږدو کې په پرلپسې بریدونو کې سلګونه تنه وژل شوي دي.

د سرحد ګڼې سیمې متنازعې دي. هندوستان په خپله برخه کشمیر کې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي، په داسې حال کې چې په سیمه کې په لسګونه ډلې د کشمیر د خپلواکۍ او یا د پاکستان سره د یو ځای کېدلو لپاره جنګېږي.