د پاکستان پوځ وايي د اسرایلو سره د سفارتي اړیکو نه ساتلو په هکله د حکومت سره ولاړ دی

که څه هم ځیني څیړونکي وايي په پاکستان د اسرایلو د تسلیمولو د فشارخبرونه بې ځایه نه دي او د یروشلم سره د اسلام اباد د سفارتي اړیکې جوړولو وړاندیزونه کوي خو د هیواد پوځ د حکومت دا خبره تايد کړې چې تر څو د فلسطینیانو حقونه تروړل کېږي پاکستان به داسې کوم ګام نه اخلي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرل بابر افتخار ويلي پوځ د اسرایلو په اړه د حکومت د تګ لارې ملاتړ کوي.

د انګريزۍ ژبى ورځپاڼې دي نيوز ته جنرل افتخار ویلي دي پوځ د مرکزي حکومت د فلسطين او اسرایلو د تګلارې ملاتړ کوي.

د اخبار په آند جنرل دا تاثر هم رد کړى چې ګني پوځ په مرکزې حکومت باندې د اسرایلو د منلو لپاره فشار اچوي.

د اسرایلي وزیراعظم بینجمېن نېتن یاهو د سعودي عرب د شهزاده سليمان سره د ملاقات خبر مخې ته راتلو سره سم په مطبوعاتو کې بيا دا ګنګوسى دي چي خلیجي هېوادونه په پاکستان باندى د اسرایلو د سره اړيکو لپاره فشار اچوي.

د سعودي او اسرايلي مشرانو د ليدو خبر لا د رېښتيا يا دروغو د امتحان نه تېر شوی نه وو چې اسلام اباد يو ځل بيا په يو ليکلي بيان کې د اسرايلو منل د فلسطين سره مشروط کړل.

که د عرب اماراتو او بحرېن وروسته، سعودي هم بغېر له کومه شرطه اسرايل سره اړيکې سموي نو ايا پاکستان به هم بغېر شرطه د اسرايل سره سفارتي اړيکې جوړوي؟

په کراچۍ کې مېشت د منځني ختیځ د چارو څېړونکی محمد علي صدیقي انادولو خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا امکان نه شي ردېدی چې ریاض دې له اسرایلو د اړیکو د عادي کولو لپاره پر پاکستان فشار اچولی وي:

عمران خان د نومبر پر 12مه د پاکستان له یوه شخصي ټیلیویژن سره په ځانګړې مرکه کې د کوم هېواد نوم وا نه خیست خو ویل پر پاکستان فشار دی چې له اسرایلو سره اړیکې عادي کړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بيا ویلي وو، چې د عمران خان خبره ناسمه نقل شوې ده او دا خبره یې رد کړې ده چې په پاکستان باندې له اسرایلو سره د اړیکو جوړولو فشار دی.

پخوانی سفارتکار اياز وزير وايي دپاکستان بيله بيل حکومتونو د اسرایلو سره پټې سفارتي رابطې ساتلي خو د طاقتور پوځ سره يو حکومت هم د اسریلو د منلو د پرېکړې توان نه لري.

د سفارتي چارو یو بل ماهر ډاکټر اعجاز خټک فکر کوي پاکستان کې د نورو معاملو په څير خارجه تګلارې ته هم د مذهب په سترګه کتلى کېږي.

اعجاز خټک وي او ای ډيوه ته ويلي که د فلسطينيانو د ځیني مهمو حقونو ضمانت ورکړى شو نو پاکستان بيا د اسرایلو سره د اړيکو پحقله په ډاډ کوم ګام پورته کولى شي.

هغه وویل اسرایل ېو حقيقت دى او نن دى که سبا پاکستان به ېې هم مني.

اعجاز خټک وايي د جذباتي خبرو په ځاى دې په پاکستان کى په دې موضوع عام بحث وکړی شي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترمخه پاکستان د يو خپلواکه فلسطيني رياست جوړښت غواړي او داهم چې د کال 1967 عرب اسرایل جګړى نه وړاندى د پولو حدونه په ځای کړي شي.