فعالان: پاکستان کې او س د تشدد په ځای د قانون دلارې خبریالان ځورول کېږي

پاکستاني خبریالان او د شهري حقونو تنظیمونه وخت په وخت د مطبوعاتو د ازادۍ او د خبریالانو د تحفظ دپاره مظاهرې کوي

د خبريالانو حقونو د پاره کارکونکې غېر دولتي ادارې وايي د خبريالانو پرضد اوس د تير وخت په پرتله مقدمې درج کېږي او د سائبر کرايم قانون د لارې دوئ ځوراول کېږي۔

د خبریالانو د حقونو فعالان وايي د هېواد په هره برخه کې خبريالان د سایبر کرايم قانون دلاندې د مقدمو سره مخامخ شوي او په دې کې وخت په وخت زياتوالئ لیدل کېږي.

بلخوا په اسلام اباد او په ټولو صوبو کې د خبريالانو د دفاع او د تحفظ په اړه يوه کميټي چې نوم يې (جرنلسټس ديفنس کميټي دی) جوړه کړئ شوې چې خبریالانو ته د قانوني مرسته ورکوي او بې پيسو قانوني کومک به ورسره کوي۔

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال فرید شينواري په خپل رپورټ کې وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

فعالان: پاکستان کې او س د تشدد په ځای د قانون دلارې خبریالان ځورول کېږي