دپاکستان په خيبرپښتونخوا اؤ سندهـ صوبو کې دشورو په ورځ داسمبلۍ نوؤ ټاکل شوؤ غړو په داسې حال کې سوگند اخستى چې ددغه هيواد دننه دبدامنۍ ، اقتصادي ، انرژۍ ،گرانۍ اؤ بې روزگارۍ په څير سترې مسئلې يې مخې ته پرتې دي.
دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ منتخب شوؤ 124ؤ څخه 122ؤ غړو ته داسمبلۍ سپيکر کرامت الله چغرمټي سوگند ورکړو.
په دغه مهال نوؤ غړو ته دمبارکۍ ورکولو په وخت سپيکر ښاغلي چغرمټي وويل زمونږ په صوبه کې بدعنوانۍ اؤ بدامنۍ هرڅه تباه کړي اؤ دتير حکومت دگناهونو سزا په اوسنو انتخاباتو کې سترو گوندونو وخوړه.
هغه وويل اسمبلۍ ته راغلو نوؤ غړو دبدلون اؤ دفرسوده نظام دختمولو ژمنه کړې وه اؤ اوس به اولس هيله کوي چې دغه ژمنه ترسره شي.
داسمبلۍ غونډې ته پخپله لمړۍ وينا کې د پاکستان تحريک انصاف صوبائي ستر سکتر شوکت علي يوسفزۍ وويل په دې خبره کې شک نشته چې خيبرپښتونخوا صوبه دا مهال دگڼو ستونزو اؤ چيلنجونو سره مخ ده ، خو دتحريک انصاف حکومت به دټولو سياسي گوندونو په مرسته ددغو ستونزو دهواري دپاره گامونه اخلي.
هغه وويل وړاندې حالات بل رقم وو خو اوس چې خيبرپښتونخوا صوبه دکوم وضعيت سره مخ ده په هغې کې به هر سياسي گوند ته خپل کردار ترسره کول اؤ دستونزو په شريکه هواري ته راوړاندې کيدل وي.
د2013 په انتخاباتو کې په خيبرپښتونخوا صوبه کې دعمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصاف تر ټولو زياتې چوکۍ گټلي اؤ دغه گوند دقومي وطن پارټۍ اؤ جماعت اسلامي په ملگرتيا حکومت جوړولو ته مټې رابډوهلي دي
تحريک انصاف دخپل گوند له لوري پرويز خټک دصوبې دوزيراعلي اؤ اسد قيصر دسپيکر په توگه نومولي دي.
ټاکل شوې ده دزيارت په ورځ به داسمبلۍ په غونډه کې دنوي سپيکر اؤ مرستيال سپيکر ټاکنه کولى شي.
دخيبرپښتونخوا د124ؤ نشستونو اسمبلۍ ته 80 غړي په ړومبي ځل، 42 په دوهم ، دريم اؤ څلورم ځل په ننوتلو کې بريالي شوي دي
په دغو غړو کې دجمعيت علماء اسلام اکرم دراني په پينځم ځل، نومول شوى وزيراعلي اؤ وجيهي الرحمان په څلورم ځل داسمبلۍ غړي ټاکل شوي دي.
همدغه راز په سندهـ صوبه کې هم دشورو په ورځ سپيکر نثار کهوړو داسمبلۍ غړو ته سوگند ورکړى دى.
په پاکستان کې دحکومت سازۍ دپاره هلې ځلې په داسې حال کې عروج ته رسيدلي چې دغه هيواد که ديو اړخه دبجلۍ دلوډشيډنگ ، گرانۍ ، بې روزگارۍ اؤ بدعنوانۍ په څير دلويو ستونزو سره مخ دى ، نو بل لوري ته دډرون بريدونو اؤ بدامنۍ کړکيچنې مسئلې هم دنوي حکومت مخې ته پرتې دي
دانتخاباتو څخه دمخه په مرکز اؤ پنجاب صوبه کې کامياب شوي مسلم ليگ(ن) اؤ په خيبرپښتونخوا کې بريالي شوي پاکستان تحريک انصاف داولس سره ددغو لويو ستونزو دهواري ژمنه کړې وه ، خو څيړونکي وائي دخراب معاشي اؤ امنيتي حالت له امله به انتخاباتو کې بريالي شوؤ گوندونو ته دخپلو ژمنو سرته رسول ديوې غټې معرکې څخه کم نۀ وي.
دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ منتخب شوؤ 124ؤ څخه 122ؤ غړو ته داسمبلۍ سپيکر کرامت الله چغرمټي سوگند ورکړو.
په دغه مهال نوؤ غړو ته دمبارکۍ ورکولو په وخت سپيکر ښاغلي چغرمټي وويل زمونږ په صوبه کې بدعنوانۍ اؤ بدامنۍ هرڅه تباه کړي اؤ دتير حکومت دگناهونو سزا په اوسنو انتخاباتو کې سترو گوندونو وخوړه.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د سوگند پورته کولو دستوره
ښاغلي کرامت الله وويل دجمهوريت په وده کې امنيتي ځواکونو اؤ اولس ډيرې قربانۍ ورکړي ، خو بيا هم زمونږ صوبه دبهرنو طاقتونو دمداخلت اؤ بدامنۍ ښکار ده.هغه وويل اسمبلۍ ته راغلو نوؤ غړو دبدلون اؤ دفرسوده نظام دختمولو ژمنه کړې وه اؤ اوس به اولس هيله کوي چې دغه ژمنه ترسره شي.