د خېبرپښتونخوا د تعلیم څانگې افسره د "ترهگرۍ" په حمله کې وژل شوي

په کال ٢٠١٣ کې د لکي مروت په سرای نورنگ کې وسله والو دامنيتي ځواکونو په يو کيمپ بريد کړى چې پکې د١٣ؤ عسکرو پشمول ٣٥ کسان ووژل شو. پاکستاني طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی و

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې د صوبې د تعلیم د محکمې یوه افسره او د هغې محافظ د ترهگرۍ په حمله کې ووژل شو. څلور نور کسان زخمیان دي.

د لکي مروت مشر انتظامي افسر یا ډي سي جهانگیر اعظم د وي او ای ډیوه خبریال عدنان بېټني وویل د تعلیم د چارواکو په گاډي حمله د شورو، چهارشنبې، په ورځ په بېټني سب ډویژن کې په داسې مهال وشوه چې د چارواکي په سیمه کې د سکولونو د معاینې دپاره روان وو.

په حمله کې د مانېټرنگ ټیم یا د څارنې ډله یوه مېرمنه افسره او محافظ ووژل شو. څلور نور کسان زخمیان شول. د دوو زخمیانو حالت سخت ووښودل شو.

په کومه سیمه کې چې حمله شوي د گزبوبې په نوم یادیږي، غرنۍ علاقه ده، د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان سره پوله لري او په تېرو وختونو کې پکې طالب وسله وال فعاله پاتې شوې دي.

هم په دې سبب د لکي مروت ډي سي د تعلیم د محکمې په چارواکو حمله د ترهگرۍ پېښه وبلله.

خو په سمدستي توگه چا د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخیستي.

په کال ٢٠١٣ کې د لکي مروت په سرای نورنگ کې وسله والو دامنيتي ځواکونو په يو کيمپ بريد کړى چې پکې د13ؤ عسکرو پشمول 35 کسان ووژل شو. پاکستاني طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستی و.

د کال ٢٠١٠ د جنورۍ په میاشت کې په لکي مروت کې ځانمرگي حملې د ٩٠ نه زیات کسان وژلې دي.