برطانیه کې میشه د یو سخت دریزې ډلې مشر د اسلام آباد په لال مسجد کې یو کانفرنس رابللی چې پکې به د ملاله یوسفزۍ او د پاکستان خلاف د کفر فتوې جاري کولی شي.
پاکستاني نژاد انجم چودهري خبرې ادارو سره خپلو مرکو کې ویلي د لال مسجد جومات د انتظاميي سره په شریکا شریعت فار پاکستان په نوم کانفرنس به د نومبر د میاشت په ٣٠ نیټه کولی شي چې د ملاله په حقله به پکې فتوه جاري کولی شي.
انعم چودهري برطانيه کې د سخت دریزه او د لانجمنو مسلو په ډله کولو یادیږي. هغه د المحاجرون نومې تنظیم سره تعلق لري چې برطانیه او پاکستان غیرقانونه گرځولی دی.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه انعم چودهري ویلي پاکستان او ملاله د مسلمانانو دښمنانو سره ودریدلې دي نو دا فطري خبره ده چې مسلمانان به دوې په نخښه کوي.
مطبوعاتي رپورټونه د انجم چودري د قوله وايي په ملاله حمله د حیرانتیا خبره ځکه نه ده چې هغې ویلي پاکستان ته د شریعت ضرورت نشته، د امریکې صدر براک اوباما يي غوره شخصیت گرځولی او د غرب د ازادۍ ستائنه يي کړې ده. انجم چودهري زیاتوي چې ١٥ کلنه ملاله بالغه ده او باید چې ورته د خپلو خبرو علم وي.
د انجم چودهري په ویب پاڼه هم وویل شوې چې غواړي پاکستان کې شریعت نافظ کړی شي او د نومبر په ٣٠ نیټه به د هغه په وینا د ملاله، د پاکستان پخواني او موجوده واکمنو او د پاکستان د کفر آئین په حقله به فتوې جاري کولی شي.
برطانیه کې د پاکستان سفیر یا هائي کمشنر واجد شمس الحسن وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي د انجم چودهري مسله به د برطانيي حکومت سره پورته کوي.
په سمدستي توگه داسې څه رپورټونه نه دي راغلي چې د پاکستان حکومت اسلام آباد کې کیدونکې کانفرنس په موضوع څه دریز لري او آیا چې غونډې ته به اجازه ورکوي او که نه؟
ملاله تیره میاشت سوات کې د طالبانو په حمله کې د زخمي کیدو ورستو دا مهال برطانیه کې د علاج د لاندې ده. هغه سوات کې د زنانه ؤ د تعلیم او د حقوقو د پاره خپل غږ پورته کړی وو. طالبانو په هغې د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.
د برطانيي سخت دریزه مذهبي مشر انجم چودهري په داسې مهال د ملاله خلاف فتوې د پاره کانفرنس رابللی چې هم برطانیه کې ملاله ته د امن نوبل انعام ورکولو په حق کې مهم شورو شوی چې په زرگونو خلک يي ډله کوي.