د مشال خان په وژلو کې ککړ ټول کسان به ونیول شي او سزاگانې به وخوري، د پولیسو مشر وايي

د خیبر پښتونخوا انسپکټر جنرل اف پولیس یا د پولیسو مشر صلاح الدین محسود په مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې د طالب علم مشال خان د وژل کیدو په لړ کې د ١٦ کسانو د گرفتارۍ تصدیق کړی دی

د خیبر پښتونخوا انسپکټر جنرل اف پولیس یا د پولیسو مشر صلاح الدین محسود په مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې د طالب علم مشال خان د وژل کیدو په لړ کې د ١٦ کسانو د گرفتارۍ تصدیق کړی دی.

د وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خصوصي مرکه کې صوبې د پولیس مشر دا یقین څرگند کړو چې د مشال خان په قتل کې ککړ ټول کسان به ونیول شي او سزاگانې به ورکړی شي.

د خیبر پښتونخوا د پولیس مشر صلاح الدین محسود

ښاغلي محسود وویل د مشال خان په کیس کې د پولیس تفتیش د استخباراتي ادارو په مرسته په وړاندې روان دی او هیڅ قسمه مشکلات پکې نشته.

د خیبر پښتونخوا د پولیس مشر د وي او ای ډیوه هیلو وي او ای پروگرام کې د کوربه رحمان بونیري سره خبرې اترې کولې تاسو يي دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د خیبر پښتونخوا د پولیس مشر مرکه