چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمو اورکزو او کرمې ايجنسيو کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په شکمنو ځالو دجنگي هيلي کاپټرو څخه ترسره شوې گوله بارۍ کې لږ ترلږه 23 تندلاري وژل شوي دي.
دغه گوله باري وروستو له هغې شوې ده چې تيره ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو يو گاډى په بمي چاؤدنه والوځول شو او په دغه چاؤدنه کې ديو پوځي مشر په گډون 6 عسکر ووژل شول.
په سيمه کې موجود يو انتظامي چارواکي اورنگزيب خان په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دترسره شوؤ عملياتو پخلى کړى او وئيلي يې دي په فضائي بريد کې 6 تندلاري ژوبل شوي هم دي.
دسرچينو له مخې دجنگي هيلي کاپټرو لخوا دتندلارو په ځالو دغه گوله باري داورکزو ايجنسۍ په خديزۍ،ډا پر، غلجو او ډبورۍ سيمو کې ترسره شوې ده.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې دتندلارو دوه ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
په اورکزو کې لۀ دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو دتندروه جنگيالو په ضد ترمياشتو مياشتو په نااعلانه ډول پوځي عمليات ترسره کړي اؤ پوځ دعوه کوي چې ددغه قبائيلي سيمې زياتره برخې يې د تندلارو څخه پاکې کړي دي خو راپورونه وايي اوس هم ياغي طالبان په اورکزو ايجنسۍ کې په څرگند ډول فعاليت لري اؤ وخت ناوخته دغه وسله وال جنگيالي په امنيتي ځواکونو بريدونه هم کوي.
اخوا دمينځنۍ کرمې ايجنسۍ په ميرانډي، تربت او چنارک سيمو هم دامنيتي ځواکونو لخوا دجنگي هيلي کاپټرو څخه ترسره شوې گوله بارۍ کې 11 تندلاري وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
بل لوري ته دخيبرپښتونخوا صوبې دسوات په بحرين تحصيل کې هم امنيتي ځواکونو سره په نښته کې دوه تندلاري کمانډران محمد اقبال او محمد جاويد وژل شوي دي.
دامنيتي ځواکونو سرچينو ډيوه راډيو ته په بحرين کې د طالب کمانډرانو د وژل کيدو پخلى کړى دى خو په دغه هکله يې نور جزئيات نۀ دي په ډاگه کړي.