د تنقید پرته، پوځي جرنیلانو په انتخاباتو کې په خپلې دندې اطمینان څرگند کړو

د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د شورو، چارشنبې، په ورځ د پوځي کمانډرانو یا د کور کمانډرز د غونډې مشري وکړه

د پاکستان د پوځ لوړ رتبه جرنیلانو اطمینان څرگند کړی دی چې د تیرې میاشت په انتخاباتو کې یې خپله دنده په ښه ډول سر ته رسولې ده. د پوځ د اطمینان برعکس یو شمیر سیاسي ډلو په ووټونو کې د پوځ په کردار نیوکې او په پوځ یې د درغلۍ الزامات لگولي دي.

د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د شورو، چارشنبې، په ورځ د پوځي کمانډرانو یا د کور کمانډرز د غونډې مشري وکړه.

په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې د غونډې ورسته، پوځي بیان کې وویل شو چې د انتخاباتو په ترسره کولو کې د پوځ د کردار ستاینه وشوه او د هغه پوځیانو قرباني وستایلې شوه چې په انتخابي عمل کې یې ژوند دلاسه ورکړی دی.

پوځي بیان وویل چې په غونډه کې د "پاکستان د زړور ولس شکریه ادا کړی شوه چې په اخلاص یې د مسلح ځواکونو ملاتړ وکړو چې خپل قامي فرض په پوره کړي."

د پاکستان تحریک انصاف نه علاوه چې د جولايي په ٢٥ مه شوي انتخاباتو کې یې د خېبرپښتونخوا ترڅنگ په قامي اسمبلۍ کې هم اکثریت ترلاسه کړی دی، نورو گوندونو په انتخاباتو کې د پوځ په کردار تنقید کړی او په پوځ یې د درغلۍ الزامات لگولې دي.

په دغه گوندونو کې عوامي نیشنل پارټي هم شامله ده. د ای این پي مشر اسفندیار ولي خان، چې خپله یې ووټونه بېللي دي، د انتخاباتو ورسته یې ویلي چې دریو ادارو، پوځ، الیکشن کمیشن او موقتي حکومت د یو خاص تن اقتدار ته د رسولو کوښښونه کول.

د پخواني وزیراعظم نوازشریف پاکستان مسلم لیگ (ن) او د متحده مجلس عمل مولانا فضل الرحمان هم په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لگولي او د ووټونو نتېجې یې د تسلیمولو نه انکار کړی دی. مولانا فضل الرحمان ویلي ځینې ریاستي ادارو په انتخاباتو کې "شرمناک" کردار ادا کړی دی.

د پاکستان الیکشن کمیشن چې د انتخاباتو انتظام یې په غاړه و، په ووټونو کې د درغلۍ الزامات رد کړې دي او ویلي یې دی چې ووټونه په شفافه توگه ترسره شوي دي.

د انتخاباتو نه وړاندې پوځ په انتخابي عمل کې د لاس وهنې خبره او د چا د حمایت خبرې رد کړې وې او ویلي یې وو چې پوځ نه خو څه سیاسي ډله ده او نه هم د کوم سیاسي گوند حمایت کوي.

په پاکستان کې دننه او د هېواد نه بهر د رای د ازادۍ تنظیمونو ویلي وو چې د انتخاباتو نه وړاندې په پاکستان کې د مطبوعاتو دپاره حالات کړکیچن وو او په ازادۍ یې بندیزونه لگول شوي وو، چې په غیر مستقیم ډول یې اشاره د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو نه وه.

په پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکونکې ادارې فریډم نیټ ورک مشر اقبال خټک وی او ای ډیوه ته شورو، چارشنبې، په ورځ وویل چې مطبوعاتو اوس هم د انتخاباتو نه ورسته په حالاتو په ازاده توگه بحث مباحثې نشي کولی.