په پیښور کې د یوې غونډې په موقع د مذهبي اقلیتونو سره تعلق لرونکو مشرانو په حکومت غږ وکړو چې د هیواد د تعلیي نصاب نه دي د اقلیتونو خلاف د کرکې او نفرت مواد لرې کړي او اسلامي نظریاتي کونسل دې اقلیتونو خلاف د تعصب ختمولو په اړه خپل کردار ادا کړي.
په غونډه کې د اقلیتونو نمائندگانو د اقلتي خلکو په زور اسلام ته په راړولو اندیښمني څرگنده کړه. هیومن رائټس کمیشن او پاکستان وايي د پاکستان سند صوبه کې دغه مسله تر ټولو سنگینه ده چرته چې ویل کیږي د هندو مذهب منونکو او په خصوصي توگه په زنانه ؤ په زور اسلام قبلول کیږي.
خو د حکومتي ادارې اوقاف مشر صدیق الفاروق وايي حکومت مذهبي اقلیتونو د تحفظ دپاره اقدامات پورته کوي او سند کې په خبر اسلام کې د داخلولو پیښې کمې شوي دي.
نور تفصیل پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5
پاکستان او د اقلیتونو زارۍ