په بلوچستان کې مسیحیان ادعا کوې چې د هدیرو په مځکو ېي د قبضو ورسته اوس کلیساوې هم قبضه کیږي او په دې کار کې ځینې حکومتي ادارې لاس لري.
د ایچ جي اې چرچ نومې ادارې جنرل سېکرټري پطرس مسیح وي او اې ډیوه ته ویلي د صوبې حکومتي ادارو په ژوب او حب ښارگوټو کې د دوی عبادت ځایونه نیولي او د افسرانو د تفریح کلبونه يي پکې جوړ کړي دي.
ښاغلي پطرس وویل په بلوچستان کې لږکۍ د سر ساتنې په موخه په ډیرو ستونزو پټه خوله دي که چیرې ږغ کوي نو دا ویره ورسره وي چې څوک یي په هدف نکړي. د ده په وینا چې د حکومت لخوا ناهیله کېدو ورسته يي اوس عدالتونو ته مخه کړېده.
په هغه صوبه کې د بشري حقونو د خپلواکه کمېشن مشر حبیب طاهر اېډووکېټ هم د پطرس مسیح د ادعاگانو پخلی کړی او وايي د عیسایانو سره سره د هندوانو او سیکهانو عبادت ځایونه هم نیول شوي او د دوی کمېشن د انصاف لپاره عدالت ته خواستونه ورکړي دي.
ښاغلي حبیب وویل بله لویه ستونځه دا ده چې د پاکستان د جوړیدو 72 کاله ورسته هم مذهبي لږکیو ته په ښوونځیو کې د مسلمانانو اسلامیات کتاب ویل کېږي او مسیحیان، هندوان او سیکهان غواړي چې د اسلامیات پر ځای ورته د هغوی مذهبي کتابونه یا بیا د اخلاقو کتاب وویل شي.
د رسنیو لپاره د بلوچستان د اعلا وزیر سلاکار عظیم کاکړ وویل د بلوچستان عوامي گوند حکومت په واک کې له راتلو سره سم د لږکیو و خوندیتوب او نورو ستونځو ته جدي پاملرنه کړېده او نن (یکشنبې یا گل ورځ) هم د کابینې په غونډه کې د لږکیو په تعلیمي نصاب، د هغوی په عبادتځایونو،جایدادونو او هدیرو خبري وشوې او اعلا وزیر اړونده ادارو ته د اقدام کولو ږغ کړی دی.
ښاغلي عظیم وویل دا لومړی ځل دی چې په صوبه د مذهبي چارو وزارت یوه اقلیتي غړي دنېش کمار ته سپارل شوی دی او ورته واک ورکول شوی چې د لږکیو غوښتنې واوري او د هغوی ټول شکایتونه لیري کړي.
په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکه کمیشن د 2018 کال لپاره خپل ریپورټ کې ویلې هغه هېواد کې مذهبي لږکۍ له تشدد، بریدونو او توپیري چلند سره مخ دي او حکومت د دغه په مخنیوي او د مسولینو په محاسبه کې پاته راغلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازاديو په اړه سږ کال په خپل ریپورټ کې ویلې په پاکستان کې هرکال د مسیحي او هندو لږکیو نږدې د 1,000 نجونو مذهب په زور د بدلولو ورسته وه مسلمانانو ته واده کړل شي خو حکومت د دغه عمل د درولو لپاره لږ څه کړي دي. اسلام اباد دغه ریپوټونو ته څه غبرگون نه دی ښودلی.