د ایم کیو ایم غړې په وژنه کې یو کس نیول شوی

  • ډیوه رپورټ

د ایم کیو ایم غړې په وژنه کې یو کس نیول شوی

د پاکستان سیاسي ډلې متحده قومي مومنټ یا ایم کیو ایم یو مشر عمران فاروق په لندن کې د وژنې په لړ کې یو مشکوک تن نیولی شوی دی.

برطانوي چارواکې وائي ٣۴ کلن مشکوک کس د برطانيي سرښار لندن په شمالي کیمډن برخه کې د زیارت په سحر نیول شوی دی. پولیسو د نیول شوې تن یا د عمران فاروق د وژنې په حقله نور څه تازه تفصلات نه دې وړاندې کړې.

عمران فاروق د ستمبر په میاشت کې په لندن کې د خپل کور بهرپه چاړه وهل حمله شوې ؤ چې ورسته په حق ورسیدو.

د عمران فاروق د وژنې ورستو کراچۍ کې فسادات شورو شول.

عمران فاروق په لندن کې د کال ١٩٩٩ راهسې په خپله خوښه د جلاوطنۍ ژوند کولو. پاکستان په هغه د یو شمیر جرمونو الزامات لگول شوې ؤ.