د پښتو مشهور موسیقار رفیق شنواري ژوند او فن ته کتنه

رباب د پښتو موسیقۍ یو اهم رکن گڼلی کیږي

د پښتو په موسیقۍ کې د رفیق شنواري نوم د تعارف محتاج نه دی د هغه د فني کمال د پښتو شاعر او محقیق لائق زاده لائق په یوه جمله کې داسې بیانوي چې که شاعر باندې د شعر الحام کېیږی نو په رفیق شنواري باندې د موسیقۍ او د طرز الحام کیدو.

که څه هم رفیق شنواري خپله د موسیقۍ کومه اله نشوه غږولی خو بیا هم هغه د موسیقۍ د نزاکت نه خبر وو. هغه صوفي سندر غاړی هم وو. لائق زاده لائق وايي که په ارکسیټره کې به یو هنرمند د الې یو تار هم خطا وغږولو نه شنواري صیب ته به محسوس شو.

د رفیق شنواري په موسیقۍ کې بې ساختگي، فطري انداز او ژورتیا وه او د پښتو نه علاوه د ځېنې نورو ژبو د شاعرۍ او موسیقۍ نه خبر وو.

رفیق شنواري په ماشوم والي کې د پلار د مرگ نه ورسته د خپلې مور سره د ننگرهار نه پیښور ته راغلو. د هغه د موسیقۍ فن د پیښور عبدالستار باچا یا صحبت کې وده وموندله. باچا صیب د موسیقۍ سرپرست وو او د شنواري صیب په سر يي د شفقت خصوصي لاس ایښودی وو.

د رفیق شنواري ژوند او فن ته د ډیوه ریډیو پروگرام شپه په خیر کې کتنه شوي ده. د پروگرام کوربه رحمان بونیری وو. پروگرام دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

رفيق شينواري په ژوند لائق ذاده لائق، استاد نظير گل او سید طاهر بخاري د رحمان بونیري سره خبرې