د پاکستان ریاست د وزیرستان اولس ته په تحفظ ورکولو او اسانتیاو برابرولو کې پاتې راغلی: کمېټۍ مشر

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو نه د بې کوره شوو خلکو د کمېټۍ مشر ویلي دي د پاکستان ریاست د وزیرستان اولس ته په تحفظ ورکولو او اسانتیاو برابرولو کې پاتې راغلی دی.

ده له ملګري ملتونو څخه غوښتنه کړې د نړۍ د نورو قامونو د خلکو په رنګه دې د وزیرستان د اولس سره د بشري حقونو په لړ کې مرستې وکړی شي.

د کډوالو د کمېټۍ مشر ډیوه ته په خپلو خبرو کې وویل چې سیمه کې یې د تشدد پېښو او هدفي وژنو تازه لړۍ خلک بیا پرېشانه کړي دي او دا پوښتنې کوي چې دا څه رقم پوځي عملیات وو چې ترهګر اوس هم ازاد ګرځي او د وزیرستان بې ګناه خلک وژني، مشران او عام اولس په هدف کوي.

ملک غلام وايي په تېرو درېو میاشتو کې تر څلوېښتو پورې هدفي وژنو او بریدونو کې عام او بېګناه خلک په نښه کړی شوي دي.

د ډیوه روانو چارو خپورنه هېلو وي او اې کې د ډیوه همکار نوشېروان قلندر سره د خبرو په وخت د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک غلام وویل چې حکومت ورته د ترهګرو ضد عملیاتو پېل نه وړاندې وویل چې خلک دې مرسته وکړي اوسیمې دې خالي کړي نوهم داسې مو وکړل او د ملک نورو برخو کې کډوال شو او چې کله ورته بیا د پاکستان واکمنو وویل چې ددوي سیمې یې د ترهګرو صفا کړلی دوي دې اوس بېرته لاړشي نو د حکومت دغه امر یې هم اومنلو.

خو ملک غلام وايي چې حکومت ورسره د امن او وزیرستان د بیا بحالۍ کومې وعدې کړې وې هغه نه دي پوره کړی شوي. هغه وايي سیمه کې یې نه ژوند محفوظ دی او نه ورته حکوت د تعلیم،روزګار، سړکونو ترڅنګ نورې اسانتیاوې برابرې کړی دي.

د یادونې وړده چې د شمالي وزیرستان میرعلي په عېسو خیلو کلي د اختر په ورځ د پاکستان هاوسنګ فاونډېشن یو چارواکې زبېدالله داوړ او دوه نور کسان په ډزو ووژلي وو.

پولیس ویلي د پېښې مقدمه يې د بنو د ترهکرۍ ضد تاڼه کې د ترهګرۍ د قانوني مادو لاندې د نامعلومه کسانو خلاف درج کړې ده.

د عېسو خیلو د پېښې ‌ذمه واري کومې ډلې تر اوسه نه ده منلې.

د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن د پروګرام نوموړي کوربه او خبریال حامد میر د عیسو خیلو د پېښې په اړه د یو ځايي خبریال رسول داوړ د ټویټ په تائید کې په خپل ټوېټر لیکلي په شمالي وزیرستان کې د اختر په ورځ هدفې وژنې د تشویش وړ خبره ده. هغه وویل پوښته دا پېدا کیږي چې دهدفي وژنو دا قاتلان له کوم ځای څخه راوځی او چرته غیب شي؟ او دې پوښتنې ته به ځواب څوک وايي؟

په شمالي وزیرستان کې د تشدد ورستۍ پېښه په داسې حال کې رامنځته شوي ده چې څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا د پولیس مشر نثاالله عباسي د پاکستان اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې ویلي چې په صوبه کې بې امني بیا سېوا شوي ده. د پولیس مشر ویلي چې وسله وال په افغانستان کې روزل کیږي او بیا په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ فعالیتونه کوي.

خو ځايي خلک نېوکې کوي چې حکومت په پوله ازغن تار هم لګولی او د افغانستان سره د تګ راتګ لاره غلام خان یې هم تړلې ده نو پوښتنه داده چې وسله وال بیا د کومې خوا وزیرستان ته راځي او د بریدونو وروسته وتښتي.

خو د شمالي وزیرستان د بې کوره خلکو د کمېټۍ مشر ملک غلام وايي چې د تازه هدفي وژنو د پېښو په ضد تېره ورځ په سیمه کې شوې د قامي او سیاسي مشرانو په جرګه کې ځايي مشرانو دا خبره په ډاګه کړې ده چې د پاکستان د ریاست د سلوک نه مایوسه شوي دي او په دې خبره مجبوره دي چې د ملګرو ملتونو نه د تحفظ او د بشري حقونو غوښتنه وکړي.

په شمالي وزیرستان کې روانې د مۍ میاشت کې په پوځ دوه بریدونو کې لږ لږه درې عسکر وژلي شوي دي.د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې ددغه بریدونو پړا منلی وه خو په عامو خلکو د بریدونو ذمه واري کومې ډلې تر اوسه نه ده منلې.

پروګرام کې د شمالي وزیرستان د ځوانانو د تنظیم مشر اسدالله شاه وویل چې دوي روانه اوونۍ د بیلابیلو قامونو او سیاسي مشرانو په یوې جرګه کې دا وړاندیز کړی دی که حکومت د سیمې خلکو ته تحفظ نشي ورکولی نو حکومت دې ورته د هېواد پنجاب ،سند او خېبر پښتونخوا کې یو محفوظ ځای برابر کړي چې هلته سم ژوند وکړي.

د ځوانانو د تنظیم مشر وویل چې دا څنګه ومنلی شي چې په اسو خېلو سیمه کې زبېد داوړ او دوه نور ځوانان په رڼا ورځ په یو داسې ځای کې اووژلی شول چې په یو څو میټره کې د امنیتي ځواکونو د چېک پوسټ او بل خوا د امنتي ځواکونو کېمپ شتون لري او ددې باوجود ټوپک ماران وتښي؟

اسدالله شاه وویل چې جرګه کې دا هم وویلې شول چې که حکومت په وزیرستان کې د څه نوي جنګ جوړولو پلان لري نو ځايي اولس دې هم تیار دي چې ټول وزیرستان ورته خالي کړي.