نوازشریف د علاج په خاطر د ملک نه بهر تللی شي، د قانون وفاقي وزیر وايي

نوازشریف د گوند د ځینو نورو مرستیالانو سره

د پاکستان قانون وزیر فروغ نسیم ویلي پخواني وزیراعظم نوازشریف ته په مشروط توگه د علاج په غرض د ملک نه د بهر تلو اجازت ورکړی شوی دی.

فروغ نسیم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل نوازشریف ته د هغه د خراب صحت په سبب علاج دپاره ملک نه د بهر تگ اجازت ورکړی شوی دی خو د هغه کورنۍ به د اووه ارب روپو دا ضمانت ورکوي چې پخوانی وزیراعظم به د علان وروسته هېواد ته ستنېږي.

د بډو رشوتونو په الزاماتو د سزا او قېد کېدو ترڅنگ د نوازشریف نوم په اېگزېټ کنټرول لسټ یا د هغو خلکو په فهرست کې هم شامل کړی شوی دی چې د هېواد نه د بهر تگ پابندي پرې لگول شوي وي.

فروغ نسیم وویل نوازشریف ته د څلورو هفتو دپاره پاکستان نه د بهر تگ اجازت ورکړی شوی دی خو د هغه نوم د ايي سي اېل څخه نه دی لرې کړی شوی.

دهیواد پخوانی وزیراعظم چې دا مهال دغبن یوه دوسیه کې د اوو کالو دبند د سزا څخه د ناروغتیا له امله د دوؤ میاشتو په ضمانت له زندانه وتلی، دکورنۍ غړي اؤ ډاکټران یې وایي چې روغتیایي وضعیت یې داندېښنې وړ دی اؤ دهیواد نه بهر دعلاج دپاره باید په سمدستي توګه د سفري بندیزونو د نوملړ نه دهغه نوم وویستل شي.

دپاکستان وتلي خبریال حامد میر ویلي لا په ډاګه نه ده چې نوازشریف نه به هیواد ته دبیا راستنېدو ضمانت دپیسو په شکل کې اخستل کیږي که دجائیداد یا نورو شیانو په شکل کې، خو ښایي نوازشریف د هیواد نه بهر پاتې کیدو ته زړه ښه نه کړي.

د ټي وي په یوه مباحثه کې ښاغلي حامد میر ویلي پرویز مشرف هم چې کله د علاج په پلمه دهیواد نه وتلو نو په هغه موقعه دهیواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري شجاعت ویلي وؤ چې جنرال مشرف به دوه یا درېوؤ اوونیو کې راستون شي خو حال دا چې هغه درې کاله وروسته هم هیواد ته راستون نه شو.

دحامد میر په وینا خو نوازشریف به داسې ځکه نه کوي چې له دې مخکې هم هغه پخپله خوښه هیواد ته راغلی ؤ اؤ عدالتونو سره مخ شوی ، اوس هم نوازشریف نه غواړي چې له هیواده بهر اوځی خو رور یې شهباز شریف اؤ لور یې مریم نواز هغه ته دوه ورځې وړاندې ویلي چې باید دهیواد نه بهر تګ ته په ذهني توګه ځان چمتو کړي.

داتوار په ورځ دپاکستان مطبوعاتو دعوه کړې وه چې نوازشریف د دوشنبې په ورځ‌ دعلاج دپاره دخپل ورور شهباز شریف،شخصي معالج ډاکټرعدنان اؤ نمسي جنید صفدر سره لندن ته روان شي خو وروسته دسفري بندیز نوملړ څخه د هغه دنوم نه ویستل کیدو له امله دهیواده بهر دهغه تګ وځنډیدلو.

دنوازشریف دکورنۍ سرچینو مطبوعاتو ته ویلي د نوازشریف په وجود کې دسپینې وینې کچه ډیره لاندې تللې ده اؤ هغه په عامه الوتکه کې دسفر کولو جوګه نه دی ځکه نو دهغه دپاره دقطر هوایي شرکت ایمبولینس الوتکه کې دهغه دبوتللو تابیا شوې ده.