چارواکی: په تورخم د نوي نظام دلاندې به افغانان پاکستان ته د ویزې نه بغیر په افغان تذکره سفر نشي کولی

افغانستان نه تورخم دلارې پاکستان ته د تلونکو افغانانو سفري دستاوېزاتو د کتنې او د غېر قانوني سفر د مخنیوي دپاره چارواکي وايي پاکستان نوی نظام ځای په ځای کړی دی چې د لاندې به یې افغانان پاکستان ته په افغان تذکره سفر نشي کولی او ویزې ته به ضرورت لري.

په تورخم د Individual Voluntary Arrangement System یا IVAS نومې نظام د عملي کولو ذمه واري د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای ته سپارل شوي ده او د ادارې یو چارواکي شفقت خان وي او ای ډیوه ته وویل چې د نوي نظام دلاندې به د پاسپورټ نه بغیر د متوازن ایمیګرېشن مخه ونیول شي اؤ ورسره به هغه افغانان چې د بیمارۍ له وجې بغیر د ویزې اؤ پاسپورټ پاکستان ته تللی وي د درملنې نه پس به د نوي نظام د لاندې بېرته لیږل کېږي.

د شفقت خان په وینا ددغه نظام عملي کولو نه پس به هغه افغانان چې Proof of Registration یعنی POR یا Afghan Citizen Card یعنی ACC لري اؤ خپل وطن ته واپس تلل غواړی نو هغوی به هم ددغه نوی نظام لاندې لېږل شی.

د اېف ايي ای چارواکي زیاته کړه هغه افغانان چی د سپین بولدک د لارې په خپله تذکره پاکستان ته راغلي اؤ د تورخم د لارې واپس افغانستان ته ځي نو هم د IVAS لاندې به لیږل کېږي اؤ د اینده دپاره به یې سفري اسناد مسترد ګنړلی شی.

په تورخم پوله دنوي نظام سره سم دغلته د نادرا مرکز هم وتړل شو. په مرکز کې به د مشکوکو پاکستاني اؤ افغان اسنادو تصدیق کېدو او په مرکز کې عملې به د پولې دواړو خواو ته د روزانه کارکوونکو د تګ راتګ دپاره غارضی ټوکنې یا اجازت نامې هم جاري کولې. د نادرا دفتر د تړل کېدو سره د روزانه کاروونکو دپاره د ټوکن سهولت قطع شو چې په نتیجه کې یې خواریکښ وايي د زرګونو په شمېره کې کار کوونکو دپاره بې روزګاري اؤ مالي ستونزې زیاتې شوې.

د وي او ای ای ډیوه سره مرکه کې د خواریکښو یو استازي فرمان شینواري وویل چې دوی لومړی د کرونا وبا له امله د مشکلاتو سره مخامخ وو او اوس د نوي نظام له امله یې مشکلاتو کې نوره اضافه هم وشوه ځکه چې اوس بغیر د ویزې د پولې دواړو اړخونو ته د تلو راتلو اجازت نه شی ورکولې.

د معلوماتو ترمخه په موجوده وخت کې لږ تر لږه اته زره پورې خلک چې د نیمايي نه زیات پکې افغانان دي د تورخم دواړو غاړو ته کیدونکو وړو او د لویو روزګارونو سره تړون لري اؤ د فرمان شینواری په وینا په دغو کسانو کې اکثرو د پاره دا ممکنه نه ده چی هره ورځ دې ویزې تر لاسه کړي.