پاکستان د کرکټ ورلډ کپ په سيالۍ کې نيوزي لېنډ ته ماتې ورکړه

د پاکستان لخوا ترټولوغوره لوبه بابر اعظم وکړه هغه په ۱۲۷ بالونو ۱۰۱ رنزونه جوړل کړل، او آوټ نه شو، بابر اعظم په دغه سکور کې ۱۱ چوکې يا څلوريزې اوهلې

د برطانيې په برمنګم ښار کې د کرکټ ورلډ کپ په يو سخته مقابله کې پاکستان نيوزي لېنډ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

نيوزي لېنډ د ټاس ګټلو وروسته د بېټنګ فېصله وکړه او په مقرره ۵۰ اوورونو کې يې د 6 لوبغاړو په سوځېدلو 237 رنزونه وکړل،

د نيوزي لېنډ لخوا غوره بېټنګ نيشام وکړو، هغه په ۱۱۲ بالونو ۹۷ رنزونه جوړ کړل چې پکې درې چکې او څلور چوکې يا څلوريزې هم شاملې دي.

د پاکستان لخوا غوره بالنګ شاهين افريدي وکړو،هغه د نيوزي لېنډ دري لوبغاړي آوټ کړل.

پاکستان د نيوزي لېنډ لخوا ورکړل شوی د ۲۳۸ رنزونو هدف په ۵۰م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو ترسره کړو.

د پاکستان لخوا ترټولوغوره لوبه بابر اعظم وکړه هغه په ۱۲۷ بالونو ۱۰۱ رنزونه جوړل کړل، او آوټ نه شو، بابر اعظم په دغه سکور کې ۱۱ چوکې يا څلوريزې اوهلې .

په دويم نمبر غوره بېټنګ هارث سهېل وکړو، هغه په ۷۶ بالونو۶۸ رنزونه جوړکړل چې پکې دوه چکې او پينځه چوکې هم شاملې دي.

نيوزي لېنډ له په ماتې ورکولو سره په دې سياليو کې د پاکستان پواېنټونه اووه شول، تر ټولو زيات پواېنټونه د آسټرېليا ۱۲، د نيوزي لېنډ ۱۱، د هندوستان نهه، د اېنګلېنډ اته، او د بنګله دېش اووه پواېنټونه دي.

د پاکستان بله مقابله به د خالي يا شنبې په ورځ د جون په ۲۹ مه نېټه په ليډز مېدان کې وي.