تنکې عضب خان ناروغه دی

عضب خان د سحر مشرې عذرا نفیس په غیږ کې

د عضب خان ژبه پولۍ شوې ده، په تنکي وجود يي د گرمۍ دانې ختلي دي او تبې هم نیولی دی. تیره شپه د بنو د بکه خیلو د کډوالو په کیمپ سخته سیلۍ راغله د عضب خان پلار عزیز خان او د هغه بوډۍ مور پیو جانه ابۍ دواړو د خیمې ناړۍ کلکې ونیوې- د خېمې په منځ کې ناستې عمر جانې عضب خان سينې ته جوخت کړو- څه ‍شیبه کې د طوفان زور خو کم شو او د تنکي عضب خان مور عمر جانې هغه تا الله هو له لي له لو شورو کړه خو د خېمې په ېو گوټ کې ناست عزیز خان په سترگو کې ېو تپوس وو که د پاکستان لښکر د طالبانو نه وزیرستان زر وانخستو نو هڅې نه عضب خان له څه چل وشي. او که څه وشو نو ذمه وار به يي څوک وي.

عضب خان څوک دی؟

د جون په 15 مه پاکستان د دهشت گردو خلاف وزیرستان کې ضرب عضب عملیات شورو کړل - د نورو لکونو وزیرستانیانو په رنگه عزیز خان خپلو دوه ښځو، بوډۍ مور او شپږ بچو سره کوچ وکړو او د دوه ورځو پیدل سفر نه پس مات گوډ او ستړي ستومانه بکه خیلو ته ورسیدل د عزېز مشرۍ د لارې سختو بې دمه کړې وه خو دومره ساه پکې وه چې ماسخوتن اته نیمې بجې ېې عضب خان وزېږؤ .

د رضاکارۍ ادارې سحر مشره او استاده عذرا نفیس وايي باوجود د سختې گرمۍ او تکلیفونو د عضب خان مور پلار همت نه دی بائیللی هغه نه یواځې د خپلو بچو خصمانه کوي ولې چې څوک يي خیمې ته لاړ شي نو دوي يي په روڼ تندي هرکلی هم کوي.

عذرا نفیس تیره ورځ د خپلو ماشومانو، شاگردانو او ملگرو راټوله کړې خیگړه د وزیرستان کډوالو ته وړې وه او هلته يي څه شېبې د عضب خان سره هم تیرې کړي. دغه حال يي ډیوه ریډیو ته ویلی دی- دلته يي واورۍ

Your browser doesn’t support HTML5

د سحر مشره عذرا نفیس مرکه

د عزیز خان سره د عضب خان غم ځکه مل دی چې د بنو موسم بې کچه گرم، د دوړې او حبس نه ډک دی. هغه وايي چې مازیگر عضب خان په غیږ کې واخلي نو د وزیرستان چېنې، شنه چمنونه، په ونو کې الوتکونکې یخې هواگانې او د مرغو اوازونه ورته یادیږي. هغه وايي ددوي رواج دی چې ماشوم پېدا شي نو دویی شيرني ویشي، ډزې کوي او بیا ېې زانگو کې زانگوي. دلته نه شيرني وه نه خوشالي او نه څه اذادي.

Your browser doesn’t support HTML5

د عضب خان پلار عزیز خان قیصه کوي

​عضب خان له نوم یو پوځي افسر خوښ کړی او د اسلام اباد نه ورته چا زانگو هم ډالۍ کړې. هغه ته یو شمیر خلکو نورې ډالۍ هم راوړې خو عزیز خان او عمر جانه وايي په بنگلو او ډالو يي زړه نه راټولږي تر څو په وزیرستان کې خپل کچه کور ته نه وي ستانه شوي.

د عضب خان قیصه د درد او غم قيصه ده. د وزیرستان کډوال شوي پښتانه وايي دغه درد او تکلیف زغمل يي په غاړه شوي او زغمي يي خو دا غم هم ورسره دی چې هڅې نه ضرب عضب ختم شي او ټوپک مار ژوندي پاتې شي.

دوي سره ویره ده هڅې نه دوي بیرته ستانه شي او په کنډر شوي وزیرستان کې یو وار بیا د بارودو د سوداگرو په غلامۍ کې ژوند شورو کړي. دوي سره دا هم ویره ده چې د پوځ د اپریشن د لاسه تښتیدلې طالبان بیرته وزیرستان وانخلي او د عضب خان او د هغه په شان زرگونو ماشومان د خپل پرون، نن او سبا تباه کولو په ځواب کې ټوپک راواخلي.

عزیزخان دعا کوي خدائي دې د دوي دغه ویره ریښتیا نه کړي.