پاکستان کې داين ار او لانجې يو ځل بيا سر راپورته کړى دى

پاکستان کې داين ار او لانجې يو ځل بيا سر راپورته کړى دى

په پاکستان کې يوځل بيا دپخواني پوځي حکمران پرويز مشرف دواکمنۍ په لانجمن قانون اين ار او دعدليې او حکومت ترمينځ تاؤتريخوالى په زياتيدو دى او دسترې محکمې مشر قاضي وئيلي کۀ چرې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني داين ار او په هکله دمحکمې په امر عمل ونۀ کړي نو ددې دنتيجو نه هم ښۀ خبر دى.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني هاغو ټولو چارواکو ته چې داين ار او څخه يې گټه اخستې ده ، مشوره ورکړې ده چې بايد پخپله خوښه دخپلو عهدو څخه استعفي گانې ورکړي.
دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې په قاضي طارق پرويز اؤ قاضي غلام رباني مشتمل درې کسيز بينچ دجمعې په ورځ په اين ار او دعمل په هکله داوريدنې په مهال دپاکستان اټارني جنرل مولوي انوارالحق سترې محکمې ته وئيلي وزيراعظم دصدر اصف علي زرداري دسوئس مقدمو په هکله دقانون دوزارت سمري منظوره کړې ده.
دسمرۍ تفصيلات به دگل تر ورځې پورې دوزيراعظم داحکاماتو سره عدالت ته وړاندې کړل شي.
دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په دغه وخت دوضاحت کولو په مهال وويل وزيراعظم پوهه انسان دى ،بايد وزيراعظم ته پته وي چې په عدالتي فيصلو دعمل نۀ کولو څه نتيجې راوتلى شي.
هغه وويل په اين ار او چې فيصله موجوده ده نو بايد په هيواد کې دقانون دواکمنۍ پځايې کولو لپاره پرې عمل هم وشي.
دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دجمعې په ورځ دپارلمان برني ايوان يا سينيټ ته پخپله وينا کې وئيلي دي دملي روغې جوړې دقانون يا اين ار او څخه گټه اخستونکي ټول سرکاري افسران دې پخپله خوښه استعفي گانې ورکړي.
وزيراعظم وويل صدر ته دائين لاندې استثني ترلاسه ده چې دختمولو واک يې يواځې دپارليمان سره دى.
هغه په ډاگه کړه چې په عدالتي پريکړو به عمل کولى شي خو دائين لاندې څه اختيارات چيف ايگزيکټيو او پارلمان ته هم ترلاسه دي.
نوموړي وويل څو ورځې وړاندې داسټيبلشمنټ ډويژن څخه غوښتل شوى دهاغو افسرانو دنومونو فهرست چې داين ار او څخه يې گټه پورته کړى دکره کتنې لپاره دقانون او انصاف وزارت او اټارني جنرل ته سپارل شوى دى.
وزيراعظم وويل دسترې محکمې دپريکړې څخه وروسوتو يې دپاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل په 22م گريډ کې دترقيو لپاره قوانين جوړ کړل او پخپله يې پخپلو اختياراتو قدغن کيښودو.
هغه وويل پارلمان په صدر، سينيټ او قومي اسمبلۍ مشتمل وي او کۀ چرې ددغسې څخه يوه ستن هم نۀ وي نو پارلمان به مکمل نۀ وي.
وزيراعظم وويل حکومت دادارو احترام کوي خو په ملک کې دعدليې نه علاوه هم پارلمان او نورې ادارې شته.
دډاکټر عافيه صديقي په هکله وزيراعظم وويل صديقي دهغه دحکومت څخه وړاندې نيول شوې خو دراخوشې کولو لپاره به يې حکومت هر ممکن کوشش کوي.
بل لوري ته دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف وئيلي دي دصدر داستثني په هکله پريکړه سترې محکمې ته کول دي.
په لاهور کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نواز شريف وويل په اسمبلۍ کې داين ار او د منظورولو لاره دوي نيولې وه.
هغه وويل د ملي روغې جوړې د قانون څخه گټه پورته کوونکي بايد پخپله رضا استعفي گانې ورکړي او کۀ دغسې کولو ته تيار نۀ وي نو په زوره دې بهر کړل شي.
نواز شريف وويل هغوي دعدليې سره څنگ په څنگه ولاړ يو او دجمهوريت په اړ کې بدعنواني نۀ شي زغملى.
هغه وويل دسوئس کيس په ختمولو بايد دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف څخه هم تپوس پوښتنې وشي.
نوموړي وويل ترڅو چې داکبربگټي وژونکو ته سزا ورنۀ کړل شي تر هغې په بلوچستان کې امن نۀ شي راتللى.
پاکستاني نژاده ډاکټرې عافيې ته دامريکائي محکمې لخوا د86ؤ کلونو دبند سزا نواز شريف افسوسناکه وگرځوله.