پاکستان د اېټمې اسانتیاو د تحفظ په لړ کې تر ټولو زیات پرمختګ کړی دی، اېن ټي ايي وايي 

اداره وايي پاکستان نه یوازې په خپلو اېټمي مرکزونو د تحفظ اقدامات ښه کړي دي بلکې د سایبر یا د انټرنېټ دلارې د اېټمي اسانتیاو په کمپیوټرو د حملو مخنیوي دیاره یې ضوابط ښه کړي دي

د اېټمي وسلې او په وسله کې د استعمال جوګه اېټمي موادو د تحفظ په لړ کې اسټریلیا په لومړۍ درجه ولاړ ملک دی او پاکستان په دې لړ کې تر ټولو زیات پرمختګ کړی دی. دا خبره د نیوکلیر ترېټ اېنېشېټیو، اېن ټي ايي، نومې ادارې د اېټمي خطر په اړه د کال ۲۰۲۰ په خپل رپوروت کې کړې ده.

اداره وايي د اېټمي وسلو د تحفظ په لحاظ اسټریلیا په لومړۍ درجه او د اېټمي موادو د تحفظ په لحاظ نیوزي لېنډ او سویډن په لومړۍ درجه دي.

د اېټمي موادو او اسانتیاو د تحفظ په خاطر د پورته کړی شویو ګامونو په نتیجه کې د پاکستان درجه بندي بهتره شوي ده.

این ټي ايي وايي د دنیا په ۲۲ ملکونو کې په وسله کې د استعمال جوګه اېټمي مواد موجود دي، ۱۵۴ داسې ملکونه دي چې د اېټمي وسلې د قاچاق لارې یا پټ ځایونه لري او ۴۷ داسې ملکونه دي چې اېټمي اسانتیاوې یې کمزوري دي، حمله پرې کېدلی شي او په نتیجه کې د دغو اسانتیاو نه اېټمې تابکاري خارجیدلی شي.

اداره وايي د دنیا په بیلا بیلو برخو کې د هغو تندلارو ډلو خطر دوام لري چې "نیوکلیر ټېررازم" یا اېټمې ترهګري کول غواړي او په دې لړ کې په خپلو صلاحیتونو بهترۍ ته دوام ورکړی دی.

هغه ملکونه چې په وسله کې د استعمال جوګه اېټمې مواد لري په هغو کې کېنډا او سوېټزرلینډ په دویمه، جرمني په څلورمه، هالېڼد او ناروی په پنځمه درجه ولاړ دي.

اداره وايي د اېټمي وسلې د غلا د ملکونو په فهرست کې پاکستان تر د اېټمي موادو د تحفظ په لړ کې تر ټولو زیات پرمختګ کړی دی او په اوو شمېرو یې خپله درجه بندي بهتر کړې ده. اداره وايي د کنټرول او امنیت په مد کې پاکستان نوي قوانین منظور کړي دي او په دې برخه کې یې د کال ۲۰۱۲ راهسې تر ټولو لوی پرمختګ کړی دی.

اداره وايي پاکستان نه یوازې په خپلو اېټمي مرکزونو د تحفظ اقدامات ښه کړي دي بلکې د سایبر یا د انټرنېټ دلارې د اېټمي اسانتیاو په کمپیوټرو د حملو مخنیوي دیاره یې ضوابط ښه کړي دي. اداره وايي د کال ۲۰۱۲ راهسې دا د پاکستان په حفاظتي ګامونو کې تر ټولو زیات ښه والی دی.

د پاکستان ډان ورځپانه په خپل رپورت کې وايي د اېټمي موادو د تحفظ په لحاظ د ۴۷ ملکونو په فهرست کې پاکستان په ۱۹ او هندوستان په ۲۰ درجه ولاړ ملک دی.

د اېټمي موادو او اسانتیاو (تنصیباتو) د تحفظ په لړ کې د پاکستان د پرمختګ رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په نړیواله کچه د ډیر وخت راهسې دا تشویش څرګندیږي چې داسې نوي د ناقص امنیت له امله د پاکستان اېټمي وسلې د تندلارو لاسو ته ورشي او په پراخه کچه تباهي رامنځته کړي.

پاکستان په کال ۱۹۹۸ کې د هندوستان د اېټمي چاودنو وروسته د بلوچستان په چاغۍ کې اېټمي ازموینې وکړې.

اېن ټي ايي وايي پاکستان ۳۸ اېټمي مواد یا وسله او د اېټمي پروګرام سره تړلي ۸۰ مرکزونه لري.