رپورټ: د پاکستان هغه قانون چې د انلاین ترهګرۍ په ضد بلل کېدو اوس د خبریالانو خلاف استعمالېږي

وزیراعظم عمران خان ویلي چې په پاکستان کې مطبوعات د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري

د صحافت د ازادۍ لپاره کارکوونکي غېر دولتي ادارې فريډم نېټورک د تازه رپورټ ترمخه په پاکستان کې د انلاين خبريالانو خلاف د سایبر کرایمز اېکټ قانون په کارولو کې زياتوالی راغلی۔

د فریډم نېټورک مشر اقبال خټک وايس اف امريکا ډيوه ته وايي په پاکستان کې مېن سټريم ميډيا د وړاندې نه د حکومتي فشار سره مخامخ ده خو کوم خبريالان چې انلاين صحافت کوي هغوي خلاف هم د سایبر جرمونو قانون کارول کېږي چې مقصد يې په ژونالسټانو فشار اچول دي۔

" خاص طور باندې چې کوم يو قانون په کال 2016 کې جوړ شوی دی د پيکا په نوم، دغه قانون په حقله وېلی کېدل چې دا به د انلاين دهشتګردۍ خلاف کارول کېږي، خو دا قانون اوس د هغه خبريالانو خلاف زيات استعماليږي څوک چې ان لاين کار کوي، دې رپورټ د مخې مونږه ته پته لګي چې 23 صحافيانو يا هغه د معلوماتو متخصصینو چې انلاين ژورنلزم کول غواړي د هغوی خلاف وفاقي تحقيقاتي ادارې نوټسونه ورته ليږلي دي يا يې د هغوي خلاف کېسونه جوړ کړي دي يا يې په عدالتون کې مقدمې چلېږي"

د فریډم نېټورک رپورټ ښايي چې د کال 2019 او 2021 ترمنځه د دغې قانون خلاف اواز پورته کوونکو يو شمير پاکستاني صحافيانو او د معلوماتو متخصصینو کې د 56 فيصده پرضد مقدمې درج کړل شوي دي۔

په خبریالانو او مطبوعاتو د قدغنونو د زیاتېدو په اړه د رپورټونو برعکس د پاکستان حکومت وخت په وخت دا دريځ وړاندی کړی چې په هېواد کې ميډيا د مغربي دنيا د رسنيو څخه هم سېوا ازادي لري.

د فریډم نېټ ورک په رپورټ د پاکستان حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني مامورین په مطبوعاتو د فشار خبره ردوي او خپله وزیراعظم عمران خان ویلي چې په پاکستان کې مطبوعات د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

د انټرنېټ دلارې په پاکستان کې په مطبوعاتو د فشار زیاتېدو په اړه پاکستان پرېس فاونډېشن نومې ادارې په خپل رپورټ کې ويلي چې صحافيان د کرکې، د دړکو او خراب سلوک سره مخامخ کېږي.

په دې حقله د ادارې عمومي سېکټر اوېس اسلم علي وايس اف امريکا ډيوه ته وايي که ېوا خوا سياسي جماعتونه د خبريلانو خلاف په سوشل ميډيا باقاعده کمپينونه چلوي نو بلخوا حکومت هم په پالسېو کې داسې بدلونونه راولي چې د صحافيانو په اواز قدغن ولګوي۔

اسلم علي وايي د خبریالانو په ضد د کېمپېنونو له امله "د تېرو څوکالونو راهسې په مېن سټريم ميډيا کې او اوس په ان لاين ميډيا کي هم د سيلف سنسرشپ يا په خبرونو کې په خپله د چاڼ کوولو رجحان سېوا کېږي."

د پاکستان پريس فاونډېشن يو بل رپورټ ښايي چې د کال 2021 په مهال نه يوازې د ميډيا په کارکوونکوجسماني توګه حملې شوي بلکې د دوی د اظهار ازادي کمولو لپاره په رياستي کچه پې په فشار کې زياتوالی راغلی۔

دغه ادارې د 27 ميډيا کارمندانو په جسماني توګه ځورولو پېښې ريکارډ کړي چې پکې د خبريلانو وهل او خلاف یې د وسلي کارول هم شامل دي۔

اوېس اسلم علي زياته کړه چې دې کال رپورټ دا هم ښايي چې د صحافيانو خلاف جرمونو کوونکو ته مکمل استٍثنا ترلاسه ده او په دي جرمونو کې حمله کول، تښتول او د هغوی وژل هم شامل دي۔

اوېس اسلم علي وايي د کال 2002 نه په پاکستان کې خواوشا 76 خبريالان قتل کړل شوي دي او په هغو کې يوازې پنځه داسې دي چې د هغوی په کېسونو کې په عدالتونو کې سزا اورولی شوې ده.

په نړیواله کچه د خبریلانو تنظیمونه هم په پاکستان کې مطبوعاتو دپاره حالات د تشویش وړ بولي.

رپورټرز ود اوټ بارډرز وايي پاکستان د نړۍ په 180 هېوادونو کې په 145 نمبر دی، افغانستان په دغه نوملړ کې په 122 او هند په 142 نمبر دی۔

د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د پاکستان حکومت دريځ لري چې د هيواد ميډيا د مغربي نړۍ د هېوادونو د رسنيو نه هم سېوا ازادي لري.