د حزب اختلاف ګوندونه وايي د و اېف ای ټي اېف سره تړلي قانون سازي په غیرآیني ډول ترسره شوي

بهرمند تنګي ډيوه ته ويلي د مخالفه ګوندونو د اوريدلو نه بغير قانوني مسودو د منظوري عمل غېر دستوري دی.

د پارليمان ګډې غونډې د ايف ای ټي اېف شرطونو سره تړلې پېسو د غېر قانوني انتقال مخنېوي او د اسلام اباد د وقف پراپرټۍ یا د جايداد پشمول اته قانوني مسودې منظورې کړې. د دې نه وړاندې سېنټ دغه مسودې رد کړې وې.

د پارليماني چارو ماهرېنو نظر لرلو په ګډه غونډه کې مخالفه ګوندونو ته د ٩ ووټونو اکثريت تر لاسه دی خو د قانوني مسودو په حق کې ٢٠٠ او په مخالفت کې ١٩٠ ووټونو اچولو اعلان شويدی.

د ملي اسمبلې او سينيټ د غړو شميره ٤٤٦ جوړيږي او د سرچينو ترمخه دې کې د وزير اعظم عمران خان او ملې اسمبلې کې د مخالفه ډلو مشر شهبازشريف پشمول ٣٧٠ غړو ګډون کړی و

د غونډې په مهال د پيپلز ګوند او مسلم ليګ نواز مشرانو ته تقرير موقع نه ورکولو په ضد حکومت مخالفه ګوندونو د پارليمان د غونډې نه د احتجاج په توګه بهر تلې وو.

ميډيا سره خبرو کې د مخالفه ډلو مشر شهباز شريف ويلې وړاندى نه مخالفه پارټيانو د اېف ای ټي اېف شر طونو په اړه د حکومت سره مرستې کړيدي خو دوی غوښتل چې د روپو غير قانوني انتقال د مخنيوې سره تړلې قانوني مسودې په سر د تاجرانو او کاروباريانو اندېښنې لرې شې خو حکومت او اسپيکر په دى معامله د دوی غوښتنو ته پام لرنه نه ده ورکړې او حکومت د ووټونو د شميرو عمل کې هم ټګي کړېده.

د شهباز شريف سره ناست بل لوې حکومت مخالفه پيپلز ګوند مشر بلاول بټهو هم دغه تورونو د تکرار سره په ګوته کړې د ملي اسمبلې اسپيکر په ضد د بې باورې تحريک وړاندى کوولو نه علاوه د دوی سره بله لار نه ده پاتې.

د ياد ګوند سره تړاولرونکې د سېنېټ غړې بهره مند تنګي واېي د اسمبلۍ سپېکر د ټول ېارليمان محافظه وې خو د بده مرغه اسد قېصر خپل دغه فرض سر ته رسولو پځاې د وزير اعظم عمران خان او واکمن ګوند سره وفادارۍ ته ترجیح ورکوی.
بهرمند تنګي ډيوه ته ويلي د مخالفه ګوندونو د اوريدلو نه بغير قانوني مسودو د منظوري عمل غېر دستوري دی.

بل اړخ ته مرکزي وزير شيخ رشيد احمد دقانوني مسودو د منظورې د عمل په سر د مخالفه ګوندونو تورونه رد کړيدي.

د زيارت په ورځ پينډې کې ميډيا سره خبرو کې شيخ رشيد دقانوني مسودو منظوري د حکومت لويه ګټه ګرځولې ده. هغه دعوى کړې د مخالفه ګوندونو ٣٨ غړي د پارليمان ګډې غونډې نه غير حاضره وو ځکه دوې ته ماتې شويده