اورکزو کې د جیټ جهازونو بمبارۍ ١٨ جنگیالي وژلې

چارواکې وائې د پاکستان په اورکزو قبائيلي سیمه کې د جیټ جهازونو په بمبارۍ کې ١٨ جنگیالي وژل شوې دي

د پاکستان په اورکزو قبائيلي سیمه کې د جیټ جهازونو بمبارۍ کې ١٨ تندلاري وژل شوې دي. په اورکزو کې د تیرې څه مودې راهسې، امنیتي ځواکونو د جنگیالو خلاف عمبلیات شورو کړې دي. ویل کېږي د جنوبي وزیرستان جنگلیالوپه اورکزو کې د پناه ځایونه جوړ کړې دي

چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې داتوار په ورځ امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې 18 جنگيالي وژل شوي دي.
دامنيتي ځواکونو لخوا په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد داتوار دورځې دعملياتو په هکله دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل جيټ الوتکو داورکزو ايجنسۍ داسماعيل زئي تحصيل په غلجو، غوزگړهـ او تالي ربيعه سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي دي.
دسرچينو وينا ده ددغو عملياتو په مهال دتندلارو درې ځالې هم له مينځه وړل شوي دي
يو سيمه ييز انتظامي چارواکي جهانزيب خان وئيلي دي جيټ الوتکو په اورکزو ايجنسۍ کې هاغه تندلاري په نخښه کړي چې تير کال په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو وروستو دغلته تښتيدلي اؤ پټ شوي دي.
ښاغلي جهانزيب خان دا هم وويل چې دخالي په شپه په اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو گاډى دسړک په غاړه ښخ کړل شوي بم باندې ختلى چې له امله يې 2 عسکر وژل شوي دي.
همدغه راز په نزدې کرمه ايجنسۍ کې يو بل انتظامي چارواکي نسيم شاه خبريالانو ته وئيلي دي داتوار په ورځ وسله والو جنگيالو دمسافرو په گاډي ډزې کړي چې له امله يې 2 ښځې وژل شوي او 4 کسان نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل تندلارو په تيبرتان کلي کې دمسافرو په گاډي دغه ډزې له دې امله کړي چې هغوي په سيمه کې دخپل ملاتړ پيدا کولو توان نۀ لري.