ډاکټر شکیل افریدي جیل کې د تحفظ په باره کې ایدیښمن دی

ډاکټر شکیل افریدي

پاکستان کې وژل شوي د القاعده مشر اوسامه بن لادن په لټون کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ائي يي سره د مرستې په الزام نیول شوي ډاکټر شکیل افریدي جیل کې د خپل تحفظ په هکله اندیښمنې څرگنده کړې ده او حکومت نه يي د حقوقو غوښتنه کړې ده.
ډاکټر شکیل افریدي کال ٢٠١١ کې ایبټ آباد کې د اوسامه بن لادن د وژل کیدو ورسته نیول شوی دی. د نیول کیدو ورسته ورته ٣٣ کاله د قید سزا ورکړی شوه خو د هغه په اپیل اگست کې د دغه سزا ختمه کړی شوه. عدالت د مقدمې د بیا اوریدو امر وکړو.
خپل وکیل ته لیکلی شوي خط کې ډاکټر شکیل افریدي ویلي هغه ته وکیل ته د رسائي حق نه ورکړی کیږي. هغه جیل کې د تحفظ غوښتنه هم وکړه.
د ډاکټر شکیل افریدي د خط نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ارشد مومند رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټر شکیل افریدي