سنیټرسعید مندوخیل: د پاکستان د ناکامه خارجه تگ لارې په وجه خلیجي ریاستونه پاکستانیان ستنوي

د دوبۍ منظر

د پاکستان د پارلیمنټ ایوان بالا یا د سنیټ د سمندر پورې پاکستانیانو لپاره قایمه کمیټۍ ته ویل شوي دي چې په تیرو دریو کلونو کې د خلیجي ملکونو نه څه دپاسه دوه لکه پاکستانیان ستانه کړی شوي دي او د کمیټۍ یو غړي ویلي دا خلک د ناکامه خارجه تگ لارې په وجه هیواد ته رالیږل شوي دي.

د وي او اې ډېوه سره خبرو کښې د کمیټۍ غړي او د مسلم لېګ سره تعلق لرونکې سېنټر سعېد مندوخېل ویل عرب هیوادونو څخه د پاکستانیانو بیرته ستنیدل د حکومت ناکامي ده او د یمن په جگړه کې د پاکستان د بې پلوه پاتې کېدلو اثرات دي.

د سېنټ بهرنې ملکونو کښې مېشت پاکستانېانو قاېمه کمېټې ته وویل شو تېرو درې کاله کښې د خلېجې هېوادونو نه دوه لکهو نه زېات پاکستانېان خپل هېواد ته په واپس راتلو مجبوره شوېدې.

د سېنټر باز محمد خان په مشرې کښې ترسره شوې غونډې ته د اړونده وزارت چارواکو وېلې د خلېجې هېوادونو خپل مېنځه شخړو، د تېل په بېعو کښې کمی او ددغه هېواد لخواه روزګار کښې خپل وګړو ته ړومبتوت ورکوولو له کبله پاکستانې وګړې بېدخله کړې شوېدې.

د اوورسېز ېا بهرنې هېوادونو کښې مېشت پاکستانېانو د وزارت چارواکو کمېټې ته وېلې دا وخت د نړې بېله بېله هېوادونو کښې ېوکروړ ېا لس ملېنه پاکستانېان اسېګې او واپس راغلې پاکستانېانو کښې څلوښت فېصدې د سعودې عربستان نه بې دخله کړې شوېدې

حکومتې چارواکو په راتلونکې کښې د خلېجې هېوادونو څخه د نورو پاکستانې وګړو د واپسې ېره هم څرګنده کړې

قاېمه کمېتې په دومره لوېه شمېره کښې د پاکستانې وګړو بېا راتګ باندې اندښنې ښودلې او سېنټر سعېد مندوخېل زېاتوې دوې حکومت ته په دې اړه خلېجې هېوادونو کښې تعېنات پاکستانې سفېرانو غونډه رابللو هداېت کړېدې