پيښور کې د وسله والو حمله کې ٦ د ایف سي عسکر وژل شوي

دپاکستاني طالبانو تحريک کشن گړهـ کې په امنيتي پوسته دشوې حملې د ذمه وارۍ په غاړه داخستو په ترڅ کې دعوه کړې ده چې په حمله کې ١٥عسکر وژل شوي دي

دپاکستان د خيبرپښتونخوا دپلازمينې پيښور په کليواله سيمه کشن گړهـ کې د مليشې اؤ پوليس ځواکونو په گډه پوسته د نهې اؤ شورو په مينځ شپه کې تندروه وسله والو بريد کړى چې پکى ٦عسکر مړۀ اؤ ٧ ژوبل شوي دي.
پوليس وايي ددغه بريد په مهال ترهگرو دوه عسکر د ځان سره تښتولي هم دي.
دغه بريد د نهې اؤ شورو په مينځ شپه کې خواوشا يوولس بجې دپيښور د کليوالې سيمې ارمړو په هاغه لرې پرته سيمه کې دايف سي اؤ پوليسو په گډه پوسته شوى دى چې پولې يې دنيمې قبائيلي سيمې سره لگيدلي دي اؤ دبريد لاندې راغلې پوسته هم د بندوبستي اؤ نيمې قبائيلي سيمې ايف ار پيښور په پوله جوړه ده.
دپوليس سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته ويلي دي کله چې وسله والو ياغيانو په پوسته بريد وکړو نو پوليس د خپل مدد دپاره نور ځواکونه هم راوغوښتل چې دهغې وروستو د ترهگرو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ درنه جگړه ونښته اؤ دغه جگړه تر چرگ بانگ مهال پورې روانه وه.
پوليس سرچينوپه دغه بريد کې د٦ؤ عسکرو د وژل کيدو اؤ د٧ؤ د ژوبل کيدو پخلى کړى دى.
پوليسو ددغه نښتې په مهال تندلارو ته هم د مرگ ژوبلې د اړؤلو دعوه کړې ده خو ازادو سرچينو ددغه دعوې پخلى نۀ دى کړى.
دپاکستاني طالبانو تحريک کشن گړهـ کې په امنيتي پوسته دشوې حملې د ذمه وارۍ په غاړه داخستو په ترڅ کې دعوه کړې ده چې په حمله کې ١٥عسکر وژل شوي دي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان د شورو په ورځ ميډيا ته دټيليفون په ليکه وئيلي دي طالبانو ته په دغه بريد کې هيڅ زيان نۀ دى رسيدلى.
دتيرې يوې مياشتې په مهال دپيښور په نيمه قبائيلي سيمه اؤ ورسره پيوست کليوالو بندوبستي سيمو کې په امنيتي ځواکونو دغه راز گڼ شمير بريدونه شوي چې پکښې امنيتي ځواکونو ته په لويه پيمانه مرگ ژوبله اوښتې ده.
څومياشتې وړاندې هم دپيښور دنيمې قبائيلي سيمې څخه ترهگرو د مليشه ځواکونو ٢٢ عسکر تښتولي وؤ چې د وژلو څخه وروستو يې دهغوئ مړي د جناکوړ په غرئيزه سيمه کې غورځولي وؤ.