پیښور کې ځانمرگي برید، ۴ کسان وژل شوې

د برید ذمه واري په سمدستي توگه چا په غاړه نه ده اخستي خو پاکستاني چارواکې دداسې قسمه پیښو پړه په طالبانو اچوي او طالبان هم وخت په وخت پاکستان کې د بریدونو ذمه واري قبلوي

د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پیښور کې د گل په ورځ د عدالتونو سره نزدې ځانمرگي برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوې او تر ٣٠ ؤ پورې نور زخمیان شوې دي چې پکې وکیلان هم شامل دي.
زخمیانو کې ډسټرکټ اینډ سیشنز جج کلثوم اعظم خان، اووه وکیلان او څلور پولیس هم شامل دي.
د پولیس چارواکو د وینا ترمخه دوه ځانمرگي حمله کونکو جوډیشل کامپلیکس په نوم د عدالتونو مرکز ته د داخلیدو کوشش کولو. یو پکې پولیس ووژل او بل د ځان پورې تړلی بم د کلثوم اعظم خان عدالت مخې ته خلاص کړو.
د برید ذمه واري په سمدستي توگه چا په غاړه نه ده اخستي خو پاکستاني چارواکې دداسې قسمه پیښو پړه په طالبانو اچوي او طالبان هم وخت په وخت پاکستان کې د بریدونو ذمه واري قبلوي.