عدالت وايي د نوازشریف د حاضرېدو دپاره دې اشتهارونه چاپ شي

په تېرو ورځو کې په نوازشریف او د هغه د ګوند په د یوشمېر غړو په ضد د غدارۍ مقدمې هم درج شوي دي چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشران وايي د وزیراعظم عمران خان په وېنا دغه اقدامات شوي خو حکومتي مامورین وايي عمران خان د دې معاملې نه نه دی خبر

د اسلام آباد هايي کورټ پخوانی وزیراعظم نواز شریف عدالت ته د حاضیروولو د پاره د برطانيی او د پاکستان په مطبوعاتو کې د اشتهار چاپ کولو اؤ شائع کولو امر کړی دی.

العزیزیه مقدمه کې اسلام اباد هايي کورټ حکومت ته وېلې چې د نواز شریف په عدالت کې د حاضرۍ د پاره دې دغه اشتهار د پاکستان اؤ برطانیي په مطبوعاتو کې چاپ کړی شي. نواز شریف د علاج په عرض برطانيی ته تللی او دا وخت هم هلته موجود دی.

عدالت وویل که چېرې د اشتهار شائع کېدو دریرشتو ورځو دننه نواز شریف حاضر نه شو نو عدالت به یې فرار يا اشتهاري وټاکي.

د دی نه وړاندې هم د احتساب عدالت نواررشریف خوانې وزیراعظم په توشه خانه مقدمه کښې اشتهاری ګرځولې دې.

د نواز شریف پرضد د اشتهار شائع کولو امر عدالت په داسې حال کې کړی دی چې د حکومت مخالفو ګوندونو د پاکستان جمهوری اتحاد نومې ایتلاف د اکتوبر شپاړلسمې نېټې د پنجاب ګوجرنواله نه د حکومت پرضد احتجاج اؤ جلسې پېل کولو اعلان کړی دی.

په تېرو ورځو کې په نوازشریف او د هغه د ګوند په د یوشمېر غړو په ضد د غدارۍ مقدمې هم درج شوي دي چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشران وايي د وزیراعظم عمران خان په وېنا دغه اقدامات شوي خو حکومتي مامورین وايي عمران خان د دې معاملې نه نه دی خبر.

د پاکستان جمهوری تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وايي چې د ریاستی ادارو خلاف نه ېو خو چې کله دا ادارې د خپل دستوری حد نه باهر په ملکی سیاست کښې مداخلت کوی نو نه ېواځې دخپل څوګند پرضد کار کوی بلکه د خپل ادارې کمزورتیه هم ښای.

د اطلاعاتو مرکزی وزیر شبلی فراز وايې چې د مخالفو ګوندونو دا اتحاد د خپل غله پټولو د پاره جوړ شوی دی.

نور تفصیل د اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال اورنګزېب خان په دې رپورټ کې وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

د نواز شریف اشتهاري ملزم ټاکلو دپاره د اشتهارونو اعلان