د حکومت مخالف ګوندونو په احتجاجونو کې زیاتې نیوکې په پوځ ولې کېږي؟

د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ د چتهرۍ لاندې د پنجاب په ګوجرانواله او د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کراچۍ کې لاريونونو کې د بېلا بېلو سیاسي ډلو مشرانو په سياست کې د پوځ په اغيز او په حکومتي چارو کې د پوځ په مبینه لاس وهنه نيغ په نيغه نيوکې وکړې

د وزیراعظم عمران خان د حکومت خلاف د پاکستان ډېموکرېټک مومنټ د چتهرۍ لاندې د پنجاب په ګوجرانواله او د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کراچۍ کې لاريونونو کې د بېلا بېلو سیاسي ډلو مشرانو په سياست کې د پوځ په اغيز او په حکومتي چارو کې د پوځ په مبینه لاس وهنه نيغ په نيغه نيوکې وکړې.

د حکومت ضد مظاهرو کې پخواني وزيراعظم نوازشريف نه یوازې دپوځ په مشر بلکې د استخبارتي ادارې ايي اېس ايي په مشر يي هم نيغ په نيغه د منتخب وزيراعظم د خپلې څوکۍ څخه د لرې کوولو تور پورې کړو.

د پوځ په اړه د حکومت مخالف سیاسي مشرانو ورستۍ خبرو په اړه د پيښور پوهنتون د ژورنلزم څانګې مشر پروفيسر فيض الله جان وايي ،”د پوځ پرضد د سياسي ګوندونو دغه بيانيه جوړيدو وجه دا ده چه دعمران خان حکومت جوړيدو وروستو دپوځ په سياست کې کردار ډير څرګند شوې ۔ ددې وړاندې هم د پوځ اغيز او رول تل پاتې شوې خو هغه به بدل ډول وو ، او دا اوس وارې پوځ هم ډير مخامخ دغه کردار لوبولېليدې کيږي “۔

فيض الله جان وويل ، يو خوا عمران خان د خپل حکومت ناکامۍ پټوولو او د سياسي مشرانو زورولو او پرې مقدمې جوړولو دپاره دا وايي چه پوځ اوحکومت په يوه پاڼه دي ، نو بل خوا پوځ خپله هم وايي چه د دغه حکومت سره ولاړ دې ۔ اوهم دا وجه ده چې د حزب اختلاف ګوندونه په يوه داسې بيانيه راغونډ شوي چې غواړي نور د پوځ په سياسي چارو کې د لاس وهنې لار ونيسي ۔

څېړونکي وايي د کراچۍ په لاريون کې د وزيراعظم نواز شريف ترڅنګ د نورو سياسي ګوندونو مشرانو هم د پوځ په تګلاره تنقید جاري وساتلو.

په پيښور کې د يوشخصي ټيلي وژن سيمه ايز مشر جمشيد باغوان وايي په سياسي چارو کې د پوځ د اغيز په اړه به وړاندې هم دغه ډول خبرې کيدلې خو په سیاست د پوځ د اغیز پرضد دغه بيانيه اوس سیاسي ګوندونه په څرګنده اوچته کړې ده او امکان دی چې د لارې به یې په راروان وخت کې دهيواد په سياست ډيرې اغيزې وليدل شي.

په تېرو ورځو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ویلي وو پوځ هرګا د ملک د ایین د لاندې اخلي.

د عمران خان د حکومت چارواکي وايي حکومت مخالف خپل کرپشن د پټوولو دپاره یوځای شوي دي.