پاکستان کې غېر اعلانیه مارشل لا ده: مولانا فضل الرحمان اپوزیشن درغلۍ پټوي جنګ یې ادارو ته اړولی: شبلي فراز

 د پاکستان مېډیا خبرونه خپروي چې د مسلم لیګ ن ډلې وکیلانو د تحریک انصاف د مرکزي حکومت خلاف د سند د پولیسو مشر د تښتولو او او د مسلم لیګ د یو مشر کېپټن صفدر د غېرقانونه ګرفتارۍ په خلاف د مقدمې درج کولو لپاره ارټلري نومې پولیس تاڼې ته خواست ورکړې دی

په پاکستان کې د حکومت مخالفه ډلو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک موومنټ مشرمولانا فضل الرحمان ویلي په هېواد کې غېر اعلانیه مارشل لا ده، په ټولو صوبو کې د پوځي افسرانو بالادستي ده او سویلین انتظامیه د یو تابع حېثیت لري.

بلخوا د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز ویلي چې مخالفه ډلې د خپلو درغلیو نه د خلکو پام اړول غواړي او دغه جنګ یې د پاکستان قامي ادارته اړولی.

ددې ترڅنګ د اپوزیشن ګوندونو او وفاقي حکومت ترمنځه د سیاسي تاو تریخوالي ترڅنګ قانوني جنګ هم تود شوې دیږ

د پاکستان مېډیا خبرونه خپروي چې د مسلم لیګ ن ډلې وکیلانو د تحریک انصاف د مرکزي حکومت خلاف د سند د پولیسو مشر د تښتولو او او د مسلم لیګ د یو مشر کېپټن صفدر د غېرقانونه ګرفتارۍ په خلاف د مقدمې درج کولو لپاره ارټلري نومې پولیس تاڼې ته خواست ورکړې دی.

د مېډیا سره د خبرو په وخت د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه لخوا د سند د پېښې د پلټنو د امر په اړه مولانا فضل الرحمان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل “چې په دې باندې دده په ځای د پولیسو اطمینان پکار دی، هغوي ( پولیس) د پلټنو په انتظار دي.خو مولانا وايي قوم د پلټنو په طریقه کار کې انښلول کېږي ګنې خبرې خو ښکاره دي “

د یادونې وړ ده چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې د مېړه ریټائرډ کېپټن صفدر په نیولو کې د سند صوبې د پولیسو په مشر فشار اچول شوی و.

د مریم نواز ویاند او د سيند صوبې پخواني ګورنر محمد زبېر بیا ویلي ووچې د صوبې وزیراعلی مراد علي شاه ورته ویلي چې نيم پوځي ځواک په زوره د اتوار د شپې په مهال د پوليس مشر ايي جي د رېنجر افسر (سېکټر کمانډر) دفتر ته بوتللی او د صفدر د نيولو امر يې پرې لاسليک کړی

محمد زبېر ویلي وو د پوځ په وېنا بيا پوليس ورليږلي شوي وو چې هغه ونيسي.

زبېر دا هم تور پورې کړی وو چې د رېنجر ځواکونو د پوليس مشر د څو ساعتونو پورې د ځان سره کښېنولی هم ؤ.هغه ویلي وو دغه کار رېنجرز ځواک او پوځ کړی ؤ.

ددې وروسته د پاکستان مطبوعاتو د سند حکومت د چارواکو له خلې ویلي وو چې د سند د پولیسو د ايي جي په شمول نور لوړ پورو پولیس افسرانو د احتجاج په توګه د رخصتۍ خواستونه لېږلي وو.

خو د پاکستان مېډیا د شورو/ چارشنبې په ورځ خبرونه خپاره کړي چې د سند صوبې اعلا وزیر مراد علیشاه د سند صوبې خفه شوو پولیس افسرانو سره لیدلي او دوي ته یې د خپلو کارونو جاري ساتلو ویلي دي.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز په اسلام اباد کې د خبري کانفرنس په وخت وویلي چې د سند صوبې حکومت د پېښې په اړه کمېټي جوړه کړې ده او تمه یې څرګنده کړه چې په دې اړه څه هم رپورټ راشي عمل به پرې کولی شي.