په زرداري او نورو تنانو د سفري بندیز معامله د کورنیو چارو وزارت ته ولیږل شوه

د وزېر اعظم عمران خان په مشرۍ کښې مرکزې کابېنې د سپریم کورټ د هغه احکاماتو جاج واخیستلو چې په حکومت یې غږ کړی و چې د هېواد په دغه مهم تنانو لگول شوي سفري بندېزونو ته دې بیا کتنه وشي

د سپریم کور د غبرګون وروسته د پاکستان وفاقي کابېنې د سفرې بندېزونو سره مخامخ د هېواد ١٧٢ مهم تنانو نوملړ د بېا کتنې لپاره د کورنیو چارو وزارت ته د سپارلو پرېکړه کړې ده.

د وزېر اعظم عمران خان په مشرۍ کښې مرکزې کابېنې د سپریم کورټ د هغه احکاماتو جاج واخیستلو چې په حکومت یې غږ کړی و چې د هېواد په دغه مهم تنانو لگول شوي سفري بندېزونو ته دې بیا کتنه وشي.

اسلام آباد کښې مطبوعاتې برېفنګ ته وېنا کښې د اطلاعاتو مرکزې وزېر فواد چودهرې وویل چې کابېنې دغه نوملړ بېا کتنې لپاره کورنیو چارو وزارت کښې جوړ ځانکړې څانگې ته د سپارلو منظوري ورکړه او دغه څانګه به په راتلونکې هفته کې خپل رپورټ کابېنې ته وړاندې کوي.

د سپریم کورټ په امر جوړ د پلټنو ځانکړې ټېم رپورټ باندې مرکزې حکومت د مخالفه پېپلز ګوند شریک چېرمېن آصف زردارې پشمول ېو ١٧٢ تنانو نومونه دغه نوملړ کښې اچولې دي. چې پکښې د زردارې زوې او هم د پېپلز ګوند سره تړاو لرونکې د سند صوبې اعلې وزېر مراد علې شاه نومونه هم شامله دي.

تېره ورځ د دغه قضېې د اورېدنې په وخت د سپریم کورټ مشر قاضې ثاقب نثار د حکومت په دغه ګام سخت ټکونه کړي وو.

د پلټنو ځانکړې ټيم او مرکزي حکومت تور لګوې چې اصف زردارې د خپلو نېزدې همکارانو په مرسته د جعلې بېنک اکاونټونو د لارې د پاکستان څخه په اربونو روپې نورو هېوادونو ته په غېر قانونې ډول لېږلي خو پېپلز ګوند دغه تورونه ردوي.

او د مرکزې کابېنې د نن ورځې پرېکړې ته غبرګون کښې د ګوند مرکزې لېډر قمر زمان کایره دا د حکومت بله حربه بللي.

مطبوعاتو سره خبرو کښې قمر زمان دریځ خپل کړی چې حکومت د سپریم کورټ اندېښنې لرې کوولو په ځای دغه تماشه لا نوره هم اوږدول غواړي نو دوې پکښې څه وېلې شې.

دا په داسې حال چې د وړاندې نه د بشرې حقونو تنظېونه د پختون ژغورنې غورځنگ ملاتړېانو نومونه سفرې بندېزونه نوملړ کښې اچوولو په سر د پاکستان په حکومت نېوکې کوې او تور لګوې چې حکومت دغه نوملړ د خپل مخالفېنو په ضد د انتقام لپاره کاروې.

د اطلاعاتو مرکزې وزېر وېلې چې کابېنې نورو هېوادونو ته د ګړې صادراتو باندې لګېدلې بندېز هم پورته کړې او افغانستان پاکستانې ګړه باندې د ټېکس شرح د شل په ځاې دوه نېم فېصدې اغستو باندې صلاح شوې.

مرکزې وزېر وېلې چې غونډې په بلوچستان کښې د اېف سې د مرکز جوړړولو او د ادارې د پرمختېا لپاره ټاکلې شوې پنځه پنځوست اربه روپو کښې د اته ويشت اعشارېه ېو ارب روپو جارې کوولو منظورې هم ورکړېده.