که پاکستان شیش محل دی نو قانوندان لطيف افریدی ولې ورته ښېرې کوي؟

وتلي قانوندان او سیاستدان لطيف افريدي ويلي دي چې په پاکستان کې څوک خپل حقونه غواړي نو ځورول کیږي او، ورته غدار ویل کیږي.

هغه د ډیوه سره په خبرو کې وویل په پاکستان کې دپوځیانو او سیاست دانانو سره د دروغو بوجۍ ډکې پرتې دي. هغه وویل که څوک رښتیا اوواي بیا ورباندې د بغاوت تور پورې کیږي.

د لطيف افريدي په خیال د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران چې څه واي ټول رښتیا دي. هغه وویل د لکونو په شمېره کې کورونه ړنگ دي او نر ښځې ورک دي.

د پي ټي ایم مشران د پاکستان نه د حقیقتونو ښکاره کولو د یو قامي کمیشن د جوړولو او د بې درکه کړل شوي خلقو محکمو ته وړاندې کولو اود پښتنو په ناحقه د وژنو ودرولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د پوځ ځواب

د پاکستان پوځ دعوا کوي چې په شمالي وزیرستان او پخوانۍ فاټا کې یې دترهگرو په ضد عملیاتو کې گټې کړي دي. د هیواد پوله یې خوندي کړی ده او په کور دننه د اولس د تحفظ لپاره یې سترې قربانۍ ورکړي دي.

پوځ وايي د بل په لمسه په هیواد کې اړی گړی جوړیږي. تیر کال د دسمبر په میاشت کې پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي وو پاکستان اوس د برېښنایي جگړې د گواښونو سره مخ دی. هغه ويلي وو:

"د دښمن په چالونو ځان پوهه کول او هر وخت دهغې دجواب ورکولو دپاره بیدار اوسیدل پکار دي، په میډیا، فکري محاذ او د انټرنیټ په نړۍ کې به ټولو خبرو ته دځواب ورکولو دپاره تیار پاتې کیدل پکار دي" هغه دکومې ډلې یا فرد له نوم اخستلو پرته ویلي وو:

"دنوو گواښونو مرکزي کردارونه زمونږ خپل خلک دي،دا خلک کرکې،خواهشاتو،ژبې،مذهب او دټولنیزو رسینو بریدونو بې لارې کړی دي،زمونږ خپل زلمي او پېغلې ددغسې گواښونو او تندو بیانیو ښکار کیږي، ددې مقابله کې به مونږ ته زیاته غوره بیانیه وړاندې کول وي"

پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د تېرې میاشتې په سر کې ويلي وو، پي ټي ایم د عدم تشدد په لار روان تحریک دی او دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د گټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي.

خو هغه پي ټي اېم ته خبرداری ورکړی وو چې که له سرې کرښې او خپله حده واوختل نو ریاست به مجبوره شي چې له خپل واک څخه کار واخلي.

Your browser doesn’t support HTML5

که پاکستان شیش محل دی نو قانوندان لطيف افریدی ولې ورته ښېرې کوي؟

لطیف افريدي وویل په پاکستان کې پوځیان تر ټولو زیات دروغ واي، د افريدي مطابق دوي د ځان نه د پېغمبر اولاد جوړ کړي دی.

د بشري حقونو د سر غړونې په حقله د یو تپوس په ځواب کې هغه تور پورې کړو چې په پاکستان کې تل د بشري حقونو سر غړونه شوی ده خو څوک خپله غلطي نه مني.

په خپرونه کې د ټليفون په ليکه یو اوریدونکي وویل چې د پي ټي ایم د لاسه په پاکستان کې خانه جنگي شورو کیدی شي.

اوریدونکي ته په ځواب کې لطيف افريدي وویل که دا پاکستان دغسې شیش محل وي نو خداي دې وکړي چې سبا له پکې خانه جنگي شورو شي.

لطيف افريدي وویل چې وس هم د خلقو حقونه ځکه تروړل کیږي چې وسنی حکومت پوځ په زور راوستی دی. د لطيف افريدي په خیال دعمران حکومت جمهوري نه دی. د عمران خان گوند او پوځ دغه تور ردوي چې وسنی حکومت پوځ جوړ کړی دی.

د فرورۍ په شږمه دپاکستان سپریم کورټ پخپله یوه پرېکړه کې ويلي وو دپاکستان دستور پوځ دسیاسي فعالیتونو دبرخې جوړیدلو څخه منعې کوي او پوځ دیو سیاسي گوند یا شخصیت ملاتړ هم نه شي کولی.

سترې محکمې پخپله پرېکړه کې ویلي وو سیاسي گوند جوړول او احتجاج کول دهر چا ایني حق دی خو داحتجاج په حق باید دنورو خلکو اساسي حقونه د پښو لاندې نه کړل شي.

لطيف افريدی د ملتپال عوامي نیشنل گوند مهم مشر هم دی. په ای این پي تور دی چې د پوځ په لمسه د پي ټي ایم مخالفت کوي او خپل دوه غړي افراسیاب خټک او بشرا گوهر یې هم د پي ټي ایم د ملاتړ په تور له گونده گوښه کړي دي.

افريدي دغه تور رد کړو چې گني د عوامي نیشنل گوند مشران د پي ټي ایم په ضد دي.

هغه وویل د ارمان لوڼي په وژنه دوي په بلوچستان صوبه کې هړتال وکړو او د پښتونخوا بار کونسل هم هړتال وکړو.

د لطيف افريدي تر مخه د اسفندیار خان نه تر وړوکي لیډر پورې د گوند ټولو مشرانو د ارمان لوڼي د وژلو مذمت کړی دی.