منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف پي ټي اېم په پاکستان او نړیواله کچه د احتجاجونو اعلان وکړو

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ د مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوي مقدمې په اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي

پشتون ژغورنې غورځنگ د خپل مشر منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف د نهې، سه شنبې، په ورځ په پاکستان او په نړیواله کچه د احتجاجونو اعلان وکړو او په منظور پشتین لگول شوي الزامات یې بې بنیاده وبلل.

منظور پشتين د گل، دوشنبې، په ورځ د نمر خاته نه وړاندې په پېښور کې پولیسو ونيولو. په پېښور کې پولیس چارواکو وویل منظور پشتین په ډېره اسماعيل خان کې پولیس ته په مقدمه کې مطلوب و.

د منظور پشتین د گرفتارۍ وروسته په اسلام اباد کې د شمالي وزیرستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او د جنوبي وزیرستان د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر، چې د پي ټي اېم حمایت کوي، سره د ځینو نورو ملاتړو، یوې خبري غونډې ته وویل چې د غورځنگ فعالان به د نهې، سه شنبې، د ورځ په پاکستان او د هېواد نه بهر احتجاجونه شروع کوي.

محسن داوړ وویل د پاکستان نه بهر چې په کومو خارجي هېوادونو کې د پي ټي اېم حمایت کوونکي موجود دي منظور پشتین د گرفتارۍ خلاف دې مظاهرې وکړي.

د گل، دوشنبې، په ماسپښین د پي ټي اېم حمایت کوونکو په واشنگټن کې د پاکستان سفارتخانې سره نژدې د احجتاج اعلان وکړو.

خبري غونډې ته وېنا کې د پي ټي اېم حمایت کوونکو په منظور پشتین لگول شوي الزامات رد کړل.

د پېښور پولیس چارواکو وویل د منظور پشتين پرضد په ډېره اسماعيل خان کې د ریاست خلاف وینا په لړ کې مقدمه درج شوې ده او هغه د ډیره اسماعیل خان پولیس ته مطلوب و.

په منظور پشتين د ډېره اسماعيل خان په سټي تاڼه کې د جنورۍ د مياشتې په ۱۸م نېټه مقدمه درج شوي مقدمې په اېف ايي ار کې ويل شوي چې منظور پشتين د وزيرستان نايټ په نوم يوې دستورې ته په وېنا کې د پاکستان د رياست پرضد خبرې کړي دي.

په اېف ايي ار کې ليکل شوي "منظور پشتين په وېنا کې ویلي چې هغه د ۱۹۷۳ ائين نه مني ځکه چې دا ائين مکمل غلط او د بشري حقونو پرضد دی".

په مقدمه کې دا هم ويل شوي چې " هغه (منظور پشتين) د پاکستان د ریاست پرضد د سپکاوي او ګواښونو توري کارولي، د کرکې او خلکو راپارولو هڅه يې کړې ده".

د منظور پشتین د گرفتارۍ په اړه محسن داوړ په ټوېټر وویل چې د پي ټي اېم مشر ته په پرامنه او جمهوري توگه د خپلو حقونو غوښتلو په سر سزا ورکول کېږي. "خو د منظور گرفتاري به زمونږ عزم نور هم مضبوط کړي."

د اسلام اباد خبري غونډې ته افراسیاب خټک وویل چې پاکستان په کشمیر کې د کشمیریانو د حقونو او زور کېدو خبره کوي خو کله چې پښتانه د خپلو حقونو دپاره غږ پورته کوي نو زورول کېږي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي،"د خپلو حقونو، اظهار رایې د ازادۍ او امن دپاره مبارزه کوونکی منظور پشتين نيول شوی، هغه دې بې د کومه شرطه په سمدستي ډول خوشی کړی شي".

د بشري حقونو د تنظيم نه علاوه په پاکستان کې هم سياستوالو او د مدني ټولنې غړو د پشتين نيول غندلي او د خوشي کولو غوښتنه يې کړې ده.

په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه خبریال اورنگرېب خان وايي دا لومړی ځل و چې د پي ټي اېم مشرانو په اسلام اباد پرېس کلب کې خبري غونډې ته وېنا وکړی شوه. د دې نه وړاندې به پي ټي اېم په پرېس کلب کې د خبري غونډې دپاره مطلوبه فېس یا پېسې جمع کړې خو بیا ورته وویل په بېلا بېلو دلیلونو ووېل شو چې دوی خبري کانفرنس نشي کولی.