د حزب اختلاف سیاسي گوندونو لاهور کې د پنجاب حکومت خلاف احتجاج

پاکستان پېپلز پارټی، پاکستان عوامې تحرېک او تحرېک انصاف اعلان کړی دی چې احتجاج به په لاهور کې د پنجاب اسمبلۍ مخې ته کوي

د پاکستان د حزب اختلاف درې لوې سیاسي ګوندونه د شورو، پنجنشبې، د ورځ نه د حکومت خلاف احتجاج پېل کونکي دي. بلخواه د واکمن پاکستان مسلم لیگ (ن) مشر نوار شرېف ویلي ښه پوهېږي چې مخالفين یې چا او د څه غرض لپاره راېوځې کړې دي.

پاکستان پېپلز پارټی، پاکستان عوامې تحرېک او تحرېک انصاف اعلان کړی دی چې احتجاج به په لاهور کې د پنجاب اسمبلۍ مخې ته کوي.

د عوامې تحرېک په مشرۍ کښې کېدونکې احتجاج غرض په لاهور کښې د پولېس په ډزو وژل شوې د عوامې تحریک د کارکنانو د پېښې په سر د پنجاب اېالت حکومت غورځول دي.

تېرو څلورو کالو کښې دغه ګوندونو وخت په وخت د حکومت په ضد احتجاجونه کړې خو دا ړومبې ځل دې چې د ېو بل سخت مخالفه ګوندونه د حکومت سره په طربګنې کښې راېوځې شوې دي.

احتجاج به پنجاب اسمبلې اېالت مخې ته پېل کېږې او د مخالفه ګوندونو مشران خبردارې ورکوې چه دوې احتجاجې پرلت هم

کوولې شې.

پنجاب د هېواد تر ټولو لوې اېالت دې او دغلته په انتخابات کښې اکثریت ترلاسه کوونکې ګوند لپاره په مرکز کښې هم واک ترلاسه کوولو باورې ګنړلی شې.

د سترې محکمې لخواه د ګوښه کېدلو وورستو د ناجاېزه اثاثې لرلو په تورد قانونې کارواې سره مخ په مرکز او پنجاب کښې واکمن مسلم لېګ نواز ګوند مشر نواز شرېف د مخالفه ګوندونو په دغه احتجاج سوالونه راپورته کړې، په غیر مستقیمه ډول یې اشاره پوځ ته وه.

د نهې په ورځ اسلام آباد کښې احتساب عدالت ته د حاضرېدو نه پس مېډېا سره خبرو کښې نواز شرېف وېلې ښه پوهېږي د دوې مخالفېن چا راېوځې کړې دي.

پخوانې وزېر اعظم وېلې چې د پارلېمان او منتخب حکومت په معېاد کښې لګه موده پاتې ده نو بېا په داڅې وخت د احتجاج څه اساس چوړېږي.

دا په داڅې محال چې هم د مسلم لېګ نواز ګوند سره تړاو لرونکې د بلوچستان اېالت اعلې وزېر ثناالله زهرې د بې باورې د تحرېک په سر خپله څوکې پرېښودې ده او نواز شرېف په اېالت کښې د بل اعلې وزېر انتخاب هم د دوې په ضد سازشونو سره تړلې او خبردارې ورکوې چې د دې به پاک چېن اقتصادې پروژې باندې بدې اغېزې پرېووزې او په اېالت کښې به ناقرارې لا نوره هم زېاتېږي.