په کوټه کې ځانمرگي حملې لږ تر لږه اووه کسان ووژل، ١٣ زخمیان دي

پولیس افسر عبدالرزاق چیمه زياته کړه چې د پوليسو يو سرتيري مشکوک حمله کونکي د راګرځولو په نيت ودرولو خو هغه ھم په دغه وخت چاودېدونکي مواد خلاص کړل

د کوټې ښار په جناح روډ د ضلعۍ عدالتونو او پرېس کلب سره نژدې په په ځانمرگي بم چاودنه کې د پولیس او هسپتال د چارواکو په وینا لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ٢١ نور زخمیان دي.

د پوليسو مرستيال مشر ډي ايي جي عبدالرزاق چيمه له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې يو ځوان هلک ځانمرګي بريد وکړه.

د چيمه په وينا چې د بريد په وخت د مذهبي ډلي اهل سنت والجماعت د پلويانو لارويون تيريدلو چې چاودنه وشوه او داسې ښکاري چې حمله کوونکی هم دغه احتجاج په هدف کولو.

پولیس افسر عبدالرزاق چیمه زياته کړه چې د پوليسو يو سرتيري مشکوک حمله کونکي د راګرځولو په نيت ودرولو خو هغه ھم په دغه وخت چاودېدونکي مواد خلاص کړل.

د ښاغلي چيمه په وينا چې په پېښه کې په وژل شویو کسانو کې دوہ د پولیس او یو د لېویز عسکر هم شامل دي. چیمه زیاته کړه د پوليس سرتيرو د ځان قرباني ورکړه خو د خلګو ژوندونه يې وژغورل.

له پيښې ورستو په ګنړ شمير امنيتي ځواکونه د پيښې ځايي ته ورسيدل، ثبوتونه يې راغونډ کړل او د پيښې پلټنې یې شروع کړې.
بلخوا، د بلوچستان اعلا وزير جام کمال او داخله چارو وزير مير ضيا لانګو پيښه په کلکو ټکو وغندله او د پيښې د پلټنو امر يې وکړو.
د پيښې پر ضد پر ټولنيزو رسنيو ټينګ غبرګون او پر حکومت نيوکې شوې او له ايالتي حکومت څخه يې د خلګو د ژوند خوندې ساو غوښتنه کړې.

په سمدستي ډول د گل، دوشنبې، په ورځ په کوټه کې د ورستۍ حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخېتسې. خو داعش او ځینو نورو وسله والو ډلو په صوبه کې د شویو ځینو بریدونو مسولیت منلی دی.

حکومتي مامورین په مسلح بلوڅ بېلتون خوښو ډلو هم په امنیتي ځواکونو د حملو پړه اچوي.

د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د کوټې په یو جومات کې چادونې د یو لوړ رتبه پولیس افسر په شمول د ١٢ نه زیات کسان ووژل.