پاکستان کې دبارانونو له امله ٢٦ کسان مړۀ شوي

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې پشمول دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دسختو بارانونو له امله دراغلو سيلابونو نتيجه کې دپينځوؤ ماشومانو پشمول ٢٦ کسان مړۀ شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
هيواد کې دقدرتي افتونو دمخنيوي د قومي ادارې( نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارتي) دخيبرپښتونخوا مرکز دپيښور اؤ چارسدې انتظاميې ته خبر ورکړى چې دکابل سيند سره نزدې دميشتوؤ خلکو خوندي سيمو ته د ويستو لپاره دې گامونه واخلي.
له دې وړاندې په کال 2010 کې پاکستان د سيلابونو له امله سخت ځپل شوى ؤ اؤ په دغو سيلابونو کې دخواوشا دوه زره کسانو د مړينې ترڅنگ شل ميليونه خلک اغيزمن شوي وؤ.
دسختو طوفاني بارانونو دغه اوسنۍ لړۍ دوه ورځې دمخه پيل شوې اؤ نن هم په دمې دمې سره دباران وريدو پيشينگوئي شوې ده.
دجمعې په غرمه قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دسخت باران وريدو له امله دپيښور حيات اباد اؤ ناصرباغ سيمو کې گڼو کورونو اؤ مارکيټونو ته اوبه ورختلي دي اؤ دپيښور په بډهنۍ علاقه کې هم سيلابي اوبو زيات خلک اغيزمن کړي دي.
دسختو بارانونو وريدو وروستو سيلابي اوبه کورونو ته ننوتلي اؤ په چارسده روډ دگاډو تگ راتگ تړل شوى ؤ.
دپيښور بيلا بيلو سيمو کې دسيلاب له امله دڅلورو کسانو دمړينې اطلاعات ترلاسه شوي دي.
دخيبرپښتونخوا د سرښارپيښور، نوښار، چارسدې، سوات،کوهستان اؤ چترال پشمول بيلا بيلو سيمو کې دسختو بارانونو وريدو وروستو سيلابي اوبۀ راختلي دي اؤ راپورونه وائي دصوبې بيلا بيلو ښارونو کې تر دې مهاله ددوؤ ماشومانو پشمول ١٣ کسان وژل شوي دي.
دقدرتي افتونو په مهال دمرستو دصوبائي ادارې( پي ډي ايم اى) ډائريکټر جنرل عاطف رحمان وائي يادو شوؤ سيمو ته خيمې، پاکې اوبۀ اؤ خوراک مواد ليږل شوي دي.
چترال کې دبيلا بيلو اغيزمنو سيمو ددورې کولو وروستو دچترال ډپټي کمشنر شعيب جدون ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې سيمه کې سيلابونو ٦٠ کورونه تباه کړي دي، خو غيرسرکاري شميره په سيمه کې دتباه شوؤ کورونو شميره ١٢٠ ښائي.
دسرچينو ترمخه چترال کې دتيرې ورځې راهسې راغلي سيلاب کې دگڼ شمير کورونو اؤ پلونو دړنگيدو ترڅنگ دبجلۍ نظام ته هم زيان رسيدلى تر دې مهاله دغلته دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي.
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي ته دچترال پشمول سيلاب ځپلو سيمو کې خلکو ته دمرستې ورکولو لپاره دخيبرپښتونخوا حکومت سره دمرستې هدايات جاري کړي دي.
دسرچينو ترمخه دپاکستان دانتظام لاندې دکشمير په باغ اؤ راولاکوټ سيمو کې داوسنو بارانونو له امله شپږ کسان مړۀ شوي دي.
سرچينې وائي باغ سيمه کې يو گاډى اوبو لاهو کړى چې پکې درې کسان مړۀ شوي اؤ دراولاکوټ هجيره سيمه کې هم دبارانونو له امله دوه کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى.
بل لوري ته سرچينې وائي دسندهـ سرښار کراچۍ کې هم دسختو بارانونو له امله سيلابي اوبه په سړکونو ولاړې دي اؤ دبجلۍ دکرنټ اؤ نورو پيښو کې ٧ کسان وژل شوي دي.
دلانډي، لياقت اباد اؤ نورو سيمو پشمول کراچۍ کې دباران سره په سړکونو دراپورته شوؤ سيلابي اوبو له امله دکراچۍ کمشنر شعيب احمد صديقي ښار کې دبيړني حالت اعلان کړى.
دبلوچستان دمگسي، سبي، لورا لائي، نصيراباد ، ډيره بگټي ، قلات ، زيارت اؤ مستونگ پشمول بيلا بيلو سيمو کې هم سخت بارانونه شوي چې ورسره سيلابونه راغلي دي.