په راولپینډۍ کې چاودنې یو تن وژلی، 10 یې ټپیان کړي

د پېښې ذمه واري سمدستي چا پر غاړه نه ده اخیستې او پولیس هم په چا شک څرګند نګرو په پاکستاني مامورین اکثر د داسې ډول پېښو  پړه په سخت دریځه مسلح مذهبي ډلو اچوي

د پنجاب د راولپینډۍ په صدر بازار کې د جمعې په ماخوستن چاودنه وشوه چې د پولیسو په وینا یو تن پکې وژل شو او 10 نور ټپیان شول.

پولیس وایي، نامعلومو کسانو په یوه موټرسایکل کې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو او د صدر بازار هاتي چوک ته نیژدې یې درولی وو، چې له کبله یې چاودنه وشوه.

پولیس وایي په ټپیانو کې درې ماشومان او یو د مشر عمر تن هم شامل دی. د دوو ټپیانو حالت مرګونی بلل کېږي.

د پېښې ذمه واري سمدستي چا پر غاړه نه ده اخیستې او پولیس هم په چا شک څرګند نګرو په پاکستاني مامورین اکثر د داسې ډول پېښو پړه په سخت دریځه مسلح مذهبي ډلو اچوي.