د پاکستان د خزانې وزارت په ملک کې د تيلو د قيمتونو په اړه نوي اعلان کې د پټرول قيمت په ځای ساتل شوی او ډيزل 1.77 روپۍ ارزان کړل شوي دي.
د خزانې وزارت ویلي، په ملک کې د تېلو او ګېسو د انتظام ادارې (اوګرا) په سپارښتنه یې ډيزل ازران کړي دي.
د تيلو په حواله د خزانې وزارت په اعلاميه کې ویل شوي، د پټرولو په بيعه کې هیڅ بدلون نه دی شوی، د يو ليټر پټرولو بيعه 279.75 روپۍ په ځای ساتل شوې ده.
ډيزل 1.77 روپۍ ارزان کړل شوي او د يو ليټر ډيزلو نوی قيمت 285.56 روپۍ ټاکل شوی دی.
د خزانې وزارت ويلي، نوي قيمتونه به د خالي، شنبې، د ورځ (16مارچ) څخه عملي وي.
پاکستان کې هر 15 ورځې پس د تيلو نوي بيعې اعلانيږي.
له دې وړاندې د مارچ په لومړۍ نېټه پټرول څلور روپۍ او 13 پېسې ګران کړل شوي او د ډیزو بيعه په ځای ساتل شوې ده.
او د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوې وې ، يو ليټر ډيزل اته روپۍ 37پېسې او پټرول دوه روپۍ او 37پېسې ګران کړل شوي وو. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه 67 فيصده زيات کړل شوي وو.
او له دغې مخکې په لومړۍ فرورۍ نګران حکومت هم هیواد کې د تېلو بیعې لوړې کړې او د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 13 روپۍ او 55 پیسې زیاتوالی اعلان کړی وو.