د پاکستان د خزانې وزیر: هیله ده د آي ایم ایف اجراییه بورډ به ستمبر کې پاکستان لپاره ۷ اربه ډالر قرضه منظور کړي

په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې د خزانې وزیر ویلي،کله چې آي ایم ایف نه د لنډې مودې پور غوښتل کېدو په هغه وخت هم شور جوړ کړل شوی ؤ چې نړیواله مالیاتي اداره به پاکستان ته دا پور ور نه کړي

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب هيله ښودلې ده چې د ستمبر میاشت کې به د نړیوالې مالیاتي ادارې(آي ایم ایف) اجراییه بورډ پاکستان لپاره د قرضې منظوري ورکړي.

د ډان نیوز له مخې، د جمعې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې د خزانې وزیر ویلي،کله چې آي ایم ایف نه د لنډې مودې پور غوښتل کېدو په هغه وخت هم شور جوړ کړل شوی ؤ چې نړیواله مالیاتي اداره به پاکستان ته دا پور ور نه کړي.

هغه ویلي اوس یو وارې بیا هم هغه شان شور دی چې د آي ایم ایف اجراییه بورډ به پاکستان سره د مامورینو د کچې د شوي تړون منظوري ور نه کړي خو وایي د تېر ځل په څېر به دا ځل هم د آي ایم ایف بورډ پاکستان ته دا پور منظور کړي.

هغه ویلي د کاروباري بینکونو نه د پنګو ترلاسه کولو لپاره یې د هغوي سره ګټورې خبرې کړي اؤ د نړیوالو ایجنسیو له لوري د پاکستان د درجې ښه کېدو له امله د کاروباري بینکونو غبرګون هم مثبت دی.

د خزانې مرکزي وزیر ویلي د دوبۍ اسلامک اؤ المشرق بینک سره خبرې روانې دي اؤ تېره اوونۍ د سعودي د خزانې وزیر سره هم ګټورې خبرې شوې دي.

محمد اورنګزیب ویلي، د چین،سعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو غبرګون مثبت دی اؤ دوست هیوادونه به د خپلو ایګزیکټیو ډایریکټرانو له لارې نړیواله مالیاتي اداره(آي ایم ایف) په اعتماد کې اخلي.

د نوموړي وینا وه چې پاکستان د آي ایم ایف پروګرام په ۳۷ میاشتو کې د دریوؤ اربو ډالرو بهرنیو پنګو ته اړتیا لري اؤ سږکال یې دوه اربه ډالر بهرنی مالي کومک پکار دی.

د خزانې وزیر وویل آي ایم ایف سره د پاکستان په هره دویمه ورځ خبرې کیږي اؤ هیله ده چې د ستمبر میاست کې به نړیواله مالیاتي اداره پاکستان لپاره د پور منظور ورکړي.

پاکستاني میډیا وايي د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف ۷ ارب ډالره قرض پروګرام منظورۍ نه وړاندې پاکستان روان مالي کال کې د بهرنیو قرضو ضرورتونو پوره کولو لپاره د منځني ختیز بېنکونو نه ۴ ارب ډالره ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي.

پاکستان په خپل بجټ‌ کې د روان مالي‌ کال لپاره خواوشاه ۲۰ ارب ډالره بهرنیو قرضو اخستو هدف اېښودی. که چرته پاکستان دغه هومره بهرنۍ قرضې ترلاسه کړي نو په روان مالي کال کې به د ملک زرمبادله ذخیرې د ۱۹نه تر۲۰ ارب ډالره پورې ورسي.

تر دې وړاندې د خزانې وزیر تمه څرګنده کړې وه چې د آي اېم اېف اېګزېکټیو بورډ به د اګست په اخري هفته کې د پاکستان لپاره په دې شرط د قرضې منظوري ورکړي چې کله اسلام اباد د چین،‌ سعودي عرب او متحده عرب امارات لخوا د ۱۲ ارب ډالره قرضو د مودې غځولو پخلی وکړي.

د پاکستان سرکاري خبري اداره، ای پي پي وايي تراوسه پورې یوازې متحده عرب امارات پاکستان ته د ۱ ارب ډالره قرض مودې غځولو پخلی کړی او د باقي پاتې ۱۱ ارب ډالره قرضونو د مودې غځولو پخلی تراوسه نه دی شوی.